د کرایې ورکولو سربیره د کور په ارتباط داسې لګښتونه شتون لري چې تاسې یې د ورکولو مسؤلیت لرئ. دا مهمه ده چې د کور کرایه کولو موافقتنامې د لاسلیک کولو د مخه په دې اضافي لګښتونو پوه شئ.

 

اسانتیاوې

یوټلیټیز یا اسانتیاوې د اړینو خدماتو لپاره د عمومي اصطلاح په توګه کارول کېږي لکه غاز، برېښنا، اوبه، یا د فاضله موادو خدماتو لګښت چې ستاسې د کرایي اپارتمان لپاره یو له اړینو برخو ګڼل کیږي. داسې خدمتونه د بهر شرکتونو په واسطه وړاندې کېږي یا ستاسې د ښار یا ښارګوټی له لارې یې هم خدمتونه غوښتلای شئ. غاز او برېښنا ممکن ستاسې د کور د تودوخې لپاره وکارول شي او یواځې برېښنا ممکن د کور د یخولو لپاره وکارول شي. او هر کور باید د برېښنایي وسایلو، او رڼا ورکوونکو وسایلو ته برېښنا ولري. تر ټولو عامې اسانتیاوې چې کرایه کوونکی یې په اپارتمان کې مسؤلیت لري هغه د غاز او برېښنا د بلونو پرې کول دي. که تاسې کور په کرایه اخلئ شوني ده چې تاسې د اوبو او یا د بد رفت مصارفو بل هم پرې کړئ.

 

ځینې یوټیلیټیز یا اسانتیاوې ممکن ستاسې په کرایه کې شاملې وي او د نورو مصارفو پیسې باید ورکړئ. که تاسې باید د اسانتیاوې پیسې ورکړئ نو باید په موافقتنامه کې شامل وي. کله چې تاسې د کرایي کور ته کډه شئ نو ستاسې د کور خاوند یا اداره به تاسې ته د شرکت شمېره درکړي تر څو ورسره اړیکه ونیسئ او حساب ورسره خلاص کړئ. تاسې به د هغه شرکت څخه چې تاسې ته اسانتیاوې برابروي بل تر لاسه کړئ (عمومأ هره میاشت وي). که تاسې د اسانتیاوې بل پر وخت ورنه کړئ نو شاید تاسې اضافي پیسې د جریمې په خاطر هم ورکړئ.

 

مخکې له دې چې د کور کرایه کولو موافقتنامه امضاء کړئ کولای شئ چې د اسانتیاوې په اړه د میاشتینې مصارفو تخمین د کور له مالک یا د ملکیت له اداره کوونکي څخه وپوښتئ. که د کور مصارف مو کم وي یا لوړ وي، تل کوښښ کوئ چې د د بریښنا او اوبو مصرف مو کم کړئ. همدارنګه، د هغه ځای پر اساس چې تاسې کور کرایه کوئ، محدود عاید لرونکو لپاره ممکن ارزانه، یا د بودیجې مطابق پروګرامونه شتون ولري.

 

انټرنیټ

تاسې ممکن د کور کرایه کولو پر مهال د انټرنیټ ترلاسه کولو انتخاب هم ولرئ، او تاسې باید هغه پلان واخلئ چې تاسې ورته وس ولرئ او ستاسې د عاید سره برابر وي.

 

نور مصارف

کله چې کور کرایه کوئ، نو د کرایه کولو پر مهال ممکن تاسې د نورو مصارفو مسؤلیت هم ولرئ لکه د ښځلو وړونکو مصارف، د حویلۍ ساتنه کومه چې د کور کرایه کولو پر مهال به یې مصارف ستاسې په غاړه وي او اپارتمان کرایه کولو کې داسې مصارف نه وي. همدارنګه د متحده ایالاتو په ځینو برخو کې کورونه د تیلو او غازو په وسیله ګرمیږي او کرایه کوونکي به د کمېدو په صورت کې یې د ډبو ډکولو مسؤلیت لري.

 

په یاد ولرئ، دا مهمه ده چې مصارف مو محاسبه کړئ او کله چې کور یا اپارتمان کرایه کوئ نو اضافي مصارفو لپاره بودیجه ولرئ او هم ځان پوه کړئ چې ستاسې هره میاشت به د کور مصارف څومره وي.

 

یادونه: دا مقاله د مهاجرینو د هستوګنې حلونو یا Refugee Housing Solutions سره په ملګرتیا جوړه شوی. د مهاجرینو د هستوګنې حلونو د کلیسا د نړېوال خدماتو یوه پروژه ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا یې مالي ملاتړ کیږي.