هغه خلک چې د خپل هیواد پر پرېښودو مجبور شوي او په متحده ایالاتو کې یې ژوند پیل کړی ډیری وختونه سختو ستونځو سره مخ شوي چې حتی د خپلې کورنۍ او ملګرو هم جدا شوي. داسې خلک ممکن یو څه وخت ته اړتیا ولري تر څو بیرته روغ شي او په نوې ټولنه کې ځان ځای پر ځای کړي. خو ډیر یې باید سمدستي کار پیدا کړي تر څو د خپلو مصارفو بیلونه ورکړي. که تاسې په متحده ایالاتو کې نوي یاست، نو د دندې لټولو پر مهال ممکن تاسې د یو سلسله ستونځو سره مخ شئ چې هغه په لاندې ډول دي:

 

  • په نوي او نا اشنا ژبه کې د دندې په اړه څیړڼه کول.
  • دنده موندل ممکن ډیرې اونۍ او حتی میاشتې ونیسي. تاسې ممکن ډیرو دندو ته غوښتنلیک ولیږئ او کیدای شي چې رد شئ.
  • ستاسې پخوانۍ تجربې ممکن د هغه دندو سره چې دم مهال په متحده ایالاتو کې شتون لري مقایسه نه شي.
  • ستاسې روزنې او تصدیقونه ممکن ونه منل شي.
  • تاسې ممکن د دندې د ډول په اړه په تشویش کې شئ، یا به اندیښمن شئ چې څنګه به کار پیدا کړئ او د دندې موندلو په صورت کې به څوک ستاسې د کوچنیانو ساتنه کوي.

 

دا دخلکو لپاره معمول ده چې د دندې لټولو پر مهال په پراخه توګه احساسات تجربه کوي لکه خپګان، ویره، اندیښنه، او  مایوسي. د کار په لټه کې د ذهني اړخه روغ پاتې کېدلو لپاره به ګټوره وي چې:

 

  • د کار موندلو لپاره ملاتړ تر لاسه کړئ: کله چې یو څوک درسره د کار په موندلو کې مرسته وکړي نو تاسې به د ډیر ملاتړ او لږ یواځیتوب احساس وکړئ. د بیا مېشتېدنې ډیرې ادارې داسې پروګرامونه لري چې د نوي راغلو ميلمنو سره په متحده ایالاتو کې د ندې په موندلو کې مرسته کوي او یا ورسره د هغو مهارتونو په وده ورکولو کې مرسته کوي چې د نده پرې موندلای شي. که تاسې داسې ملاتړ ته اړتیا لرئ چې سرچینو سره مو وصل کړي نو د بیامېشتېدنې مجازي برنامه (VRL) سره د ۳۰۱۰-۵۵۱- (۲۱۲) ۱+ له لارې او یا د VRL@rescue.org  ایمیل له لارې اړیکه ونیسئ.
  • حقیقي اهداف وټاکئ: ډیری وختونه په متحده ایالاتو کې به ستاسې لومړی دنده د ابتدایي دندې په څېر وي، خصوصأ که تاسې په انګلیسي ژبه روانې خبرې نه شئ کولای. کیدای شي چې دا حالت د هغو کسانو لپاره چې شهادتنامې، کاري تجربه، یا هم ځانګړې وړتیاوې ولري ډېر ځورونکی وي. ممکن یاد لرل یې درسره مرسته وکړي چې دنده لرل او په کې ښه ځلیدل به تاسې ته په ښو فرصتونو موندلو کې مرسته وکړي.
  • یو معمول ولرئ: د کار موندلو لپاره یو منظم مهالوېش جوړ کړئ. په کار موندلو باید لږ تر لږه له دوشنبې څخه تر جمعې پورې هره ورځ څو ساعتونه مصرف کړئ. په داسې وختونو کې تاسې کولای شئ چې پر خپله ریزومی کار وکړئ، د دندې په اړه له مشاور سره ملاقات وکړئ، پر انګلیسي ژبه پرکټیس وکړئ او یا هم آنلاین اپلیکېشن ډک کړئ.
  • حوصله وکړئ: په متحده ایالاتو کې میاشتې نیسي چې کار پیدا کړئ او د موندلو د مخه یې ممکن ډېرو دندو ته غوښتنلیکونه واستوئ.
  • خپلو   افکارو ته مو پام وکړئ: منفي فکر کول لکه ځان ته ویل چې هیڅکله به دنده تر لاسه نه کړئ یا تاسې ناکام شخص یاست یواځې ستاسې د کار موندلو څیړنی ستونځو سره مخ کوي. ځان ته ډاډ ورکړئ چې تاسې د ژوند په نورو برخو کې موفق یاست او یا هغه شیان ذهن ته راولئ چې تاسې په تېر کې په بریالیتوب تر سره کړي وي.
  • پر ځان پام کوئ: کار موندنه ذهني فشار واردوي او د کار موندنې پر مهال تاسې باید ځان ته پام وکړئ تر څو په ذهني او جسمي ډول پیاوړي اوسئ. ډاډ تر لاسه کړئ تر څو هغه کارونه وکړئ چې تاسې ترې خوند اخلئ لکه سندرې ویل، پخلی کول، ګډېډل، رسامي، او لوست کول.

 

په نوي هیواد کې دنده موندل ممکن ستونځمنه وي او هم وخت ونیسي. داسې حالت منل او د کار موندلو پر مهال د ذهني فشار اداره کولو لپاره ګامونه اخیستل کولای شي چې تاسې سره مو په بریالیتوب کې مرسته وکړي او هم د احساساتو له پلوه روغ اوسئ.