کله چې د جګړو او بحران له امله د خپل کور پریښودو ته اړ شئ نو ځینې وختونه د حالاتو سره مقابله کول ګران وي. په ځانګړي ډول د کوچنیانو او والدینو لپاره ستونځې ډیرې وي. کوچني ماشومان ممکن پوه نه وي چې څه پیښه ده او والدین ممکن تشریح کولو کې پاتې راشي. ډیری وختونه د کوچینانو احساسات په چلند کې څرګندیږي لکه خپګان، په خوب کولو کې ستونځې، یا د مور او پلار څخه په جلا والي کې ستونځه. دا ډول چلند کیدای شي چې مور او پلار لپاره یوه ننګونه وي په ځانګړي ډول د والدینو لپاره چې د فشار، ضایع کیدو او په نوي هیواد کې د نوي ژوند د بیا پیلولو غوښتنو سره مقابله کوي.

 

د سِسمي ورکشاپ یوه غیر انتفاعي مؤسسه ده چې کوچنیو ماشومانو سره ښوونځي لپاره چمتو کولو، د دوی د احساساتو پیژندلو، او د ستونځو سره د مقابلې مهارتونو ته یې وده ورکولو کې مرسته کوي. د سِسمي ورکشاپ د سِسمي سټریټ په نوم تلویزوني خپرونه او د کورنیو لپاره نورې سرچینې لري لکه ویډیوګانې او د رنګولو کتابونه. د سِسمي ورکشاپ ټول درسونه، کیسې او مواد د سالمې ودې او انعطاف لپاره د څېړنې وروسته چمتو شوي.

 

د سِسمي ورکشاپ ځینې سرچینې رامنځته کړي چې له جګړو او بحران وروسته مېشته کورنیو سره د بدلونونو او ننګونو سره په مقابله کې مرسته وکړي. پر وېب پاڼه یې ویډیوګانې، سندرې، د رنګولو کتابونه، او د کوچنیو د والدینو لپاره مشورې شاملي دي او موا د یې په پښتو او دري ژبو کې موجود دي.

 

که تاسې کوچني ماشومان لرئ نو سِسمي ورکشاپ ته مراجعه وکړئ او سرچینې او ویډیوګانې یې درسره وګورئ. کیدای شي داسې سرچینې تاسې سره مرسته وکړي تر څو د کوچنیانو مو په ښه توګه ملاتړ وکړئ او هم به داسې فعالیتونه پکې وګورئ چې تاسې او کوچنیان مو په ګډه ترې خوند واخلئ.