د جګړې او تاوتریخوالي په اړه اورېدل یا د انځورونو لیدل یې د اکثرو خلکو لپاره ربړوونکي وي او د هغو خلکو لپاره ممکن ډیر دردوونکي وي چې له امله یې خپل کورونه او ټاټوبي پریږدي او متحده ایالاتو ته راکډه کیږي. په ځانګړي ډول مېندې او پلرونه د خپلو کوچنیانو په اړه ډېره اندېښنه کوي کله چې کوچنیان یې د جګړو په اړه خبریږي یا د تاوتریخوالي انځورونه ګوري.

 

لاندې هغه شپږ لارې چارې دي چې له مخې یې مېندې او پلرونه کولای شي د خپلو کوچنیانو ملاتړ وکړي:

 

۱. پر ځان پام وکړئ – کوچنیان، په ځانګړي توګه کوچني ماشومان خپلو مېندو او پلرونو ته ګوري او له هغوی احساس کول زده کوي. د بېلګې په توګه، کله چې مور یا پلار په ښکاره ډول وېره ولري یا خفه وي نو کوچنیان یې ممکن د لږ خونديتوب او د ډېر ډار احساس وکړي. د دې دا معنی نه ده چې مېندې او پلرونه باید په دروغه یا په جعلي ډول د خوښۍ عکس العمل څرګند کړي. پر ځای یې باید مېندې او پلرونه لاندې نقطې په نظر کې ونیسي:

 

  • باید ځان ته شخصي ځای او باور لرونکي لویان غوره کړي چیرې چې وکولای شي د کوچنیانو څخه لیرې په ازاده توګه خپل احساسات بیان کړي. دوی کولای شي چې د ملګري سره یا د یو مذهبي شخصیت یا معالج سره پرې ناسته ولري.
  • مېندې او پلرونه کولای شي چې هره ورځ داسې یو څه تر سره کړي چې د دوی د عکس العمل سره د مبارزې یا په اداره کولو کې مرسته وکړي لکه لمونځ، عبادت، تمرین، او د تنفس کولو تخنیکونه. که څوک په دې اړه نوي مهارتونو زده کولو کې مرستې ته اړتیا لري یا اوسني مهارتونه کار نه کوي نو دوی کولای شي چې په اړه یې د خپلې قضیې کار کوونکي سره خبرې وکړي یا هم خپل ډاکټر ته مراجعه وکړي تر څو یې مشاور یا معالج ته راجع کړي.
  • د الفاظو کارول او په چلند کې نمونه ګرځېدل. کله چې مېندې او پلرونه خپل احساسات تشرېح کوي او بیا د مبارزې په اړه هم وایي نو دا عمل د کوچنیانو سره مرسته کوي تر څو پوه شي چې مېندې او پلرونه یې څه ډول احساس لري او د ستونځو سره د مقابلې مثال هم نمونه کوي. د بیلګې په ډول، یو مور یا پلار کولای شي چی داسې خپل احساسات بیان کړي: "زه واقعأ د هغه څه په اړه چې پیښږي غمجن/غمجنه یم. کله چې زه غمجن/غمجنه یم نو خپل احساسات مې ملګرو سره شریکوم تر څو راسره په رغېدو کې مرسته وکړي. کله چې ته خفه یې نو څه کوئ؟"

 

 

 کله مو چې عزیزان د ستونځو سره مخ وي – که له مېندو یا پلرونو داسې څوک شاته پاته وي چې خطر سره مخ وي، نو کېدای شي چې د داسې حالت سره مبارزه کول ورته ګران وي. په داسې حالت کې ممکن مېندې او پلرونه د خپل ځان او خپلو کوچنیانو لپاره اضافي ملاتړ ته اړتیا ولري. دا ملاتړ کېدای شي چې د ملاتړ ګروپ، مذهبي شخصیت، یا هم معالج څخه وي. د مراجعې لپاره ممکن د قضیې کار کوونکي، ډاکټران، او د ښوونځي مشاورین ښه سرچینه وي.

 

 ۲. د مروجو عکس العملونو په اړه پوهېدل – د جګړو او تاوتریخوالي په اړه اورېدل یا د انځورونو کتل یې د مختلفو احساساتو او چلندونو لامل کیږي. خلک یې له امله کېدای شي چې په وېره کی شي، بې خوبه شي، تمرکز یا په یاد کې ساتل ورته ګران شي، د نورو څخه د جلاوالي احساس وکړي، په غوسه وي، اندیښنه یې زیاته شي، یا هم بدې خاطرې یې بیرته ذهن ته راوګرځي. په کوچنیانو کې عمومأ احساسات په چلند کې څرګندېږي. مېندی او پلرونه ممکن خپل کوچنیان وګوري چې ډېر مروریږي، یا پخواني حالت ته ځي لکه د بستر لندول. د مېندو او پلرونه لپاره ګټوره ده چې د غمچنې پیښې په اړه د خپل کوچني عمر ته په کتو عام عکس العملونو په اړه پوه شي تر څو دوی غوره ځواب ولري او د خپل ماشوم ملاتړ وکړي.

 

۳. د خپل ماشوم سره مو خبرې وکړئ – میندې او پلرونه کولای شي چې د حالاتو په اړه د خپل کوچني د عمر مطابق خبرې وکړي. کوچني ماشومانو ته یواځې داسې ویل ښه دي چې دوی خوندي دي او مور او پلار یې ورسره دي. لوی ماشومان ممکن پوښتنې ولري او یا هم وغواړي چې اوږد بحث کې ښکېل شي. والدین کولای شي چې خبرې اترې د وضعیت له منلو څخه پیل کړي او د خپل کوچني څخه پوښتنه وکړي چې دوي څومره پوهیږي. والدین باید بغیر له قضاوت څخه خپلو کوچنیانو ته غوږ ونیسي او کوچنیانو ته ووایی چې د دوی احساسات د موضوع په اړه سم دي او د اعتبار وړ دي. والدین باید هڅه وکړي چې آرام پاتې شي او د دوی د وړتیا سره سم پوښتنو ته ځواب ووایي. دا سمه ده چې ووایي دوی تر اوسه د دې موضوع پر ځواب نه پوهیږي. دوی کولای شي چې خپل کوچنیان پر دې آرام کړي چې دوی ورسره مینه لري، او تل به ورسره وي، او خبرو ته یې غوږ نیسي. والدین ممکن د وخت په تېرېدو سره او د وضعیت اوږدیدو یا نور هم خرابیدو له امله خپلو کوچنیانو سره نورو پرلپسې خبرو ته هم اړتیا ولري.

 

  ۴. یو معمول غوره کړئ – روټینونه د هر عمر خلکو ته د وړاندویني او خوندیتوب احساس ورکولو کې مرسته کوي مګر دا په ځانګړي توګه د ماشومانو لپاره مهم دي. دا مهمه ده چې په عین وخت بستر ته ولاړ شئ او په عین وخت پاڅیږئ. دا هم ګټوره ده چې نور معمولونه خپل کړئ لکه منظم خواړه، د مینځلو وخت، د خوب وخت، یا د اونۍ په پای کې ځانګړې فعالیتونه ولرئ. دا ورځني او اونیز عادتونه د خلکو سره نظم او کنټرول په اړه په احساس کولو کې مرسته کوي او د فشار په وخت کې په ځان ساتلو کې مرسته کوي.

 

 ۵ . یو ځای ډېر وخت تېر کړئ – والدین باید کوښښ وکړي چې خپلو کوچنیانو ته د ځینو شیانو په تر سره کولو کې اضافي وخت ورکړي او پاملرنه ورته وکړي لکه د کتاب لوستل، لوبه کول، یا ورسره یو ځای پخلی کول. مېندې او پلرونه کولای شي چې خپل کوچنیان نسبتأ ډیر ځان ته رانږدې کړي، نږدې ورسره کښیني، او شاباسې ورکړي یا پر ملا یې لاس راکاږي په ځانګړي ډول که کوچنیان یې ډېر واړه وي. دا عمل کوچنیانو سره مرسته کوي په یاد ولري چې د دوی مور او پلار ورسره تل د ملاتړ لپاره ولاړ دي.

 

۶. د رسنیو کارول محدود کړئ - د جګړې او تاوتریخوالي په اړه اوریدل یا د انځورونو لیدل یې ربړوونکي وي او وېرې او خپګان کې اضافه والی کوي. مېندې او پلرونه باید کوښښ وکړي چې د رسنیو استعمال په کور کې کم کړي په ځانګړي توګه کله چې په کور کې واړه کوچنیان وي. کوچنیان چې ډېر واړه نه وي ممکن په ښوونځئ یا د کمپیوټر او تیلیفون له لارې خبر شي. مېندې او پلرونه باید د خپلو کوچنیانو سره په ازاد ډول او په صداقت سره د اغیز په اړه یې خبرې وکړي او که شوني وي نو ورسره کښیني تر څو د کوچنیانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي. مېندې او پلرونه هم کولای شي چې د کور په انټرنیټ فلټرونه انسټال کړي تر څو هغه انځورونه چې ګرافیک ولري بند کړي او هم د کمپیوټر او تیلیفون کارولو وخت محدود کړي او یا هم خپلو کوچنیانو سره په دې اړه خبرې وکړي چې دکومې وېبپاڼې کارول مناسب دي او اجازه یې لري.