نوي راغلي کډوال باید پر دې پوه وي چې په متحده ایالاتو کې عادي کورونه د هغه کورونو په څیر نه دي چې دوی یې په تلویزوني ډرامو، فلمونو یا اعلاناتو کې ګوري. په متحده ایالاتو کې ډیری خلک په معمولي او کوچنیو کورونو کې ژوند کوي چې لاهم یې ځینې د مصارفو پوره کولو سره لاس او ګریوان دي. دا هم مهمه ده چې پوه شئ چې متحده ایالات د کورنو د کمښت سره مخ ده. هغه کسان چې د کور په لټه کې دي کور موندلو کې ستونځي ویني په ځانګړي ډول ارزانه کورونه موندل له دې هم ډیر ګران دي. په متحده ایالاتو کې کورونه د موقعیت او ګاونډ له مخې په پراخه کچه توپیر لري او عمومأ په ټولو ۵۰ ایالتونو او ډیرو ګاونډونو کې ګران دي.

 

کله چې کډوال متحده ایالاتو ته په لومړي ځل داخل شي نو عمومأ هوټلونه او مجهز ځایونه د لنډمهاله کور په توګه ورکول کیږي. دا ډول کورونه په مناسبو ځایو کې موقعیت لري چې فرنیچر، د پخلي لوښي، د کالو مینځلو اسانتیاوې او نورې ورته اسانتیاوي لري. هغه کور چې نوي راغلي کډوال به یې ژر د اوږمهاله وخت لپاره په کرایه کوي احتمالأ د کور تجهیزات ونه لري او ممکن موقعیت یې هم ډیر مطلوب نه وي او هم د لنډمهاله ورکړل شوي کور څخه به کوچنی وي.

 

کله چې په متحده ایالاتو کې د اوږد مهاله هستوګنې لپاره د کور په لټه کې یاست نو مهمه ده چې د واقعیتونو مطابق هیله ولرئ او د ځینو لومړیتوبونو تېر شئ. د کور موقعیت، اندازه، اسانتیاوې او آرامي باید ستاسې د عاید مطابق وي. کله چې یو کس نوی را کډه شي او لومړی کور په کرایه نیسي نو ممکن د تمې سره سم ژوند ونه لري او حتی د هغه مؤقتي کور په څېر هم آرام نه وي چې په کې د میلمه په توګه مېشت و. په هر صورت، کله چې یې عاید او د سپما پیسې زیاتیږي او د کرایي کور لپاره د لټون پروسې سره اشنا کیږي نو امکان لري چې له دې غوره کور ته کډه شي.

 

د مسؤلیت ردولو بیانیه: دا مقاله د کډوالو د هستوګنې حلونو یا Refugee Housing Solutions سره په ملګرتیا جوړه شوې. د کډوالو د هستوګنې حلونو د کلیسا نړیوالو خدماتو یا Church World Service یوه پروژه ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، او د روغتیا او بشري خدماتو ادارې لخوا یې مالي ملاتړ کیږي.