نوي هېواد ته کډه کول کېدای شي چې ډیرې ستونځې له ځانه سره ولري. د کورنۍ د ادارې مسؤلیتونو سربېره تاسې باید نور ډیر څه وکړئ لکه د نوې ژبې زده کول او دنده تر لاسه کول. ډېری هغه خلک چې متحده ایالاتو ته نوي راغلي وي د پیسو په اړه هم اندېښنه لري. ځینې نور یې بیا د خپلو عزیزانو د خوندیتوب په اړه اندېښمن وي. دا ستونځې او اندېښنې په بدن او ذهن ډېر فشار واردوي . که مو فشار اداره نه شي نو ممکن چې ستاسې پر روغتیا، هوساینې او اړیکو بده اغیزه وکړي.

 

د مقابلې میتودونه هغه دي چې خلک یې د فشار اداره کولو لپاره کاروي. د مقابلې میتدونه په دوه ډوله دي:

 

  • دمقابلې منفي میتودونه: دا هغه غیر صحي کارونه دي چې موږ یې تر سره کوو لکه الکول، مخدره توکې، ډیر خوراک، ډېر خوب کول، او له نورو څخه ځان جلا کول.
  • د مقابلې مثبت میتودونه: دا هغه صحي کارونه دي چې موږ یې تر سره کوو او زموږ مغز او زموږ بدن آراموي.

 

کله چې موږ په خپل ژوند کې د ډېر فشار سره مخ یو، نو مهمه ده چې د منفي مقابلې میتودونو څخه مخنیوی وشي او خپل ځان او عزیزانو لپاره د سالم پاتې کېدو لپاره د مثبتې مقابلې مهارتونه وکاروو.

 

د مقابلې میتودونه پلي کول

لومړئ، هغه میتود یا میتودونه ومومئ چې ستاسې لپاره کار کوي. د مقابلې په عامو میتودونو کې لاندې میتودونه شامل دي:

 

  • تمرین کول لکه قدم وهل، منډه وهل، بایسکېل چلول، نڅا کول، یا هم جیم ته تلل
  • د ژورې ساه اخیستلو تمرین
  • د ذهني تمرکز تمرین
  • سټریچینګ یا نرمښت کول
  • لمونځ یا عبادت
  • جورنل لیکل
  • رسامي، نقاشي یا طراحي
  • له نورو سره اړیکه نیول

 

له ځانه وپوښتئ چې کوم داسې کار کوئ چې تاسې اراموي او سکون او ځواک دربښي؟ که فکر ته مو هيڅ نه راځي نو غوره ده چې د مقابلې لپاره یو څه نوي تجربه کړئ.  

 

دوهم، هره ورځ له ۵ دقیقو تر ۱۵ دقیقو وخت لپاره د مقابلې هغه میتود وکاروئ چې دغه اونۍ لپاره مو غوره کړی. د مقابلې دغه میتود کولای شئ چې د خوب څخه د راپاڅېدلو وروسته یې وکاروئ، یا یې د ماښام ډوډۍ وروسته یا له ویده کیدو د مخه یې وکاروئ. په خپل تیلیفون یا د الارم لرونکي په ساعت کې د مقابلې میتود کارولو وخت تنظیم کړئ تر څو د مقابلې میتود کارولو یادونه درته وکړي. ستاسی د مصروفیاتو له امله ممکن دی ته وخت موندل ګران وي خو که تاسې وخت تنظیم نه کړئ نو د دې میتودونو کارولو احتمال لږ دی.

 

دریم، د مقابلې هغه میتود وکاروئ چې تاسې انتخاب کړي. دې ته پام وکړئ چې تاسې د مهارت کارولو د مخه څنګه احساس کولو او وروسته څنګه احساس کوئ.

 

څلورم، د اونۍ په پای کې ځان ته یو څه وخت ورکړئ تر څو د دې ټولو نتیجه ارزیابي کړئ. د یوې اونۍ تمرین تر سره کولو پر مهال مو څنګه احساس وکړ. آیا تاسې غواړئ د مقابلې کولو هغه میتود ته دوام ورکړئ چې تاسې غوره کړی، بل میتود کارول غواړئ یا ځینو نورو څخه کار واخلئ.

 

کله چې موږ ډیر فشار سره مخ یو نو اضافي وخت ته اړتیا لرو تر څو د ځان غم وخورو. یعني پوره خوب کول، پوره اوبه څښل، ښه خوراک کول او داسی نور. د دې معنی دا هم ده چې هره ورځ باید ځان ته وخت ورکړو تر څو ځان ته ډاډ کړو، او ځان ارامه کړو. حتی د ورځې پینځه دقیقې ځان ته وخت ورکول کیدای شي چې زموږ روغتیا او هوساینه کې لوی توپیر رامنځته کړي.