د امریکا متحده ایالات د کورونو بحران سره مخ ده او ټول هغه خلک چې کورونو ته اړتیا لري په کافي ارزانه کورونه ورته شتون نه لري. کله چې د نوي راغلي کډوال په توګه د کور په لټه کې یاست نو مهمه ده چې د کور په اړه په هغو ځانګړنو پوه شئ چې ستاسې کورنۍ ورته اړتیا لري (هغه څه چی غواړئ او هغه څه چې ورته اړتیا لرئ). همدارنګه باید پر دې پوه یاست چې د کور پر کرایه مو څومره بودیجه مصرفولای شئ. دا لارښود درسره وګورئ چې درسره به مرسته وکړي تر څو هغه کور پیدا کړئ چې ستاسې د اړتیا او بودیجې مطابق وي.

 

د کور اندازه

د خونو تعداد به د کور په اړه په اعلان کې تفصیل سره ذکر شوي وي. په متحده ایالاتو کې دا عامه ده چې په کورنۍ کې دوه کسه یوه کوټه کې ژوند وکړي. کوچني ماشومان کولای شي چې کوټه شریکه کړي خو د بالغو هلکانو او انجونو یو ځای په کوټه کې اوسېدل مناسب نه دي. دا هم مهمه ده پوه شئ چې سیميیز دولتونه په هر کور کې د کوټو په تناسب د اوسیدونکو تعداد د اجازې لپاره قوانین وضعه کړي. د کرایې موافقتنامي په سند کې به د اوسیدونکو تر ټولو پورته عدد هم لیکل شوی وي چې له هغې پورته به نوره اجازه نه وي.

 

مخکې له دې چې د کور لټون پیل کړئ، د کور د افرادو شمېر مو محاسبه کړئ. د بیلګې په ډول، که تاسې واده شوي یاست او دوه بالغ ماشومان لرئ چې یوه یې ښځینه او بل يې نارینه دی او دوه واړه ماشومان لرئ نو تاسې باید د څلورو کوټو کور پسې وګرځئ. که تاسې واده شوي یاست او دوه واړه کوچنیان لرئ نو د دوه کوټو کور ته مو اړتیا ده. که تاسې واده شوي یاست او هیڅ ماشومان نه لرئ نو تاسې کولای شئ چې یا د یوې کوټې اپارتمان ولټوئ او یا هم سټوډیو په کرایه کړئ (سټوډیو داسې یو ځای ته وایي چې پخلنځی او د خوب لپاره ځای ولري).

 

کور ته د لاسرسي شرایط

که تاسې په کور کې معیوب یا معلول لرئ نو باید کور ته د لاسرسي شرایط يې پوره وي. د بېلګې په توګه، د کورنۍ غړی مو چې ګاډۍ یا د معیوبینو بایسیکل کاروي، یا مو په فامیل کې نابینا وي چې نه جوړیږي. همدارنګه هغه کورنۍ چې واړه کوچنیان ولري باید داسې اپارتمان پیدا کړي چې ایلیویټر ولري. کله چې د کور په اړه لټون کوئ نو داسې اسانتیاوې ممکن په اعلان کې لیکل شوي وي. که په اعلان کې ذکر شوي نه وي تاسې کولای شئ چې د معاملاتو له راهنما، د ملکیت منېجر یا د کور خاوند سره پرې وغږېږئ.

 

د کور موقعیت

متحده ایالاتو ته ډېری نوي راغلي کډوال ممکن د موټر چلولو جواز ونه لري. که چېرې موټر ته لاسرسی نه لرئ نو د کور لټون پر مهال داسې ځای په نظر کې ونیسئ چې عامه ترانسپورت ته نږدې وي یا کار ته د تګ لپاره پر بایسکل یا پر پښو ورتلای شئ. د خوراکي توکو پلورنځیو، ښوونځیو، د کالو مینځلو تأسیسات، طبي تأسیسات، د عبادت ځایونه او نور ځایونه مهم ګنل کیږي. د دې لپاره چې پر دې پوه شئ چې آیا دا به ممکن وي که هغه ځانګړی ادرس، ګاونډ، ښار یا ښارګوټی چې تاسې انتخاب کړی پرته له موټر چلولو په کې ژوند وکړئ نو د Walk Score ویبپاڼه وګورئ. دا هم مهمه ده چې د کور لټون پر مهال نوي راغلي کډوال دهستوګنې لپاره هغه ځای انتخاب کړي چې د خوندیتوب احساس په کې وکړي.

 

پر دې باید پوه یاست چې څومره لوی کور ته اړتیا لرئ او هم د لاسرسي شرایط او د ګاونډ په اړه حقایق درک کړئ تر څو یواځې هغه کورونو پورې مو لټون محدود کړئ چې تاسې یې توان ولرئ.

 

د مسؤلیت ردولو بیانیه: دا مقاله د کډوالو د هستوګنې حلونو یا Refugee Housing Solutions سره په ملګرتیا جوړه شوې. د کډوالو د هستوګنې حلونو د کلیسا نړیوالو خدماتو یا Church World Service یوه پروژه ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، او د روغتیا او بشري خدماتو ادارې لخوا یې مالي ملاتړ کیږي.