د متحده ایالاتو د مناسب کور جوړولو قانون یو فدرالي قانون دی چې خلک د کور پیرودلو، کرایه کولو، د کور لپاره پور تر لاسه کولو، د کور په اړه د مرستې لپاره هلو ځلو یا د کور اړوندو نورو مسایلو کې ښکېلیدو پر مهال له تبعیض څخه ژغوري. دا قانون هغه څه ناقونونه بولي چې یو څوک چې د کور موندلو په لټه کې وي د دوی د نژاد، پوستکي رنګ، ملیت، مذهب، جنسیت (جنس یا جنسي تمایل)، کورنۍ وضعیت، یا د معیوبیت او معلولیت له امله تبعیض وشي. دا قانون په ډیری شخصي کورونو او ټولو دولتي سبسیډي کورونو باندې د تطبیق وړ دی.

 

که تاسې احساس کوئ چې د کور لټون پر مهال یا په کور کې د ژوند کولو پر مهال له تاسې سره تبعیضي چلند شوی یا ځورول شوي یاست نو موږ مو هڅوو چې د متحده ایالاتو د کور جوړونې او ښاري پراختیا ریاست (HUD) سره خپل شکایت ثبت کړئ. که تاسې شکایت درج کړئ نو د کور خاوند لپاره غیر قانوني ده چې تاسې یا د شاهدانو په مقابل کې د غچ اخیستلو کوښښ وکړي.

 

که تاسې غواړئ معلومه کړئ چې د هستوګنې په اړه د تبعیض سره مخ شوي یاست او یا د شکایت درج کولو په اړه مرستې ته اړتیا لرئ نو د متحده ایالاتو د عدليې وزارت ویبپاڼې ته ورشئ تر څو هغه سیمییز سازمان ومومئ چې د کور جوړونې او ښاري پراختیا ریاست د مناسب هستوګنې نوښت پروګرام (FHIP) سره ثبت وي. دا سازمانونه ممکن وکولای شي چې ستاسې په نمایندګې له کورونو چمتو کوونکو سره وغږیږي او تحقیقات پیل کړي تر څو معلومه کړي چې تاسې سره د تعصب چلند شوی یا هم درته معلومات درکړي او مرسته درسره وکړي.

 

که تاسې د دې پروسې په اړه پوښتنې لرئ نو موږ ته پیغام راولېږئ:

https://m.me/SettleInUS

 

د مسؤلیت ردولو بیانیه: دا مقاله د کډوالو د هستوګنې حلونو یا Refugee Housing Solutions سره په ملګرتیا جوړه شوې. د کډوالو د هستوګنې حلونو د کلیسا نړیوالو خدماتو یا Church World Service یوه پروژه ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، او د روغتیا او بشري خدماتو ادارې لخوا یې مالي ملاتړ کیږي.