کله چې تاسې د بحران او شخړو له امله یو نوي هیواد ته په کډه کولو اړ شئ نو ممکن تاسې ډیر څه له لاسه ورکړئ چې دا په خپله غم رامنځته کوي. ډېری خلک فکر کوي چې د غم په څېر احساس یو چا ته د نږدې کس د مړ کیدو وروسته رامنځته کیږي. غم پیاوړي او دروند خپګان ته وايي چې ستاسې پر ذهن، جسم، او روان اغېزه کوي.

 

بې له شکه که د یو چا عزیز مړ شي نو د تمې سره سم به یې په غم کې ژړیږي. خو دا عادي او طبیعي ده چې خلک د نورو شیانو د لاسه ورکولو له امله هم د غم احساس کوي:

 

  • د خپل عزيز څخه جدا کېدل: داسې یوه کورنۍ او ملګري شاته پرېښودل چې تل په د سختو حالاتو او خوښیو پر مهال ستاسې تر څنګ ولاړ وو.
  • دندې او د کار آینده: شاید ستونځمنه وي چې په متحده ایالاتو کې بېرته خپل تخصص کې کار ومومئ او یا هم خبر شئ چې ستاسې ځینې وړتیاوې د متحده ایالاتو د دندو مارکیټ کې نه منل کیږي.
  • کور او ملکیت: تاسې هغه کوڅې، منظرې او حتې بوي شاته پرېږدئ چې ورسره بلد وئ. تاسې ممکن د تړاو او هویت احساس هم پرېږدئ.

 

غم د یو کس څخه بل کس ته ډېر توپیر لري:

 

  • د احساساتو مختلف ډولونه لکه بې حسي، خپګان، نه منل، غوسه، لېوالتیا، کرکه، نا هیلیتوب، ګناه او داسې نور. ځینې خلک کېدای شي چې په یوه ورځ یا اونۍ کې د غم پورې اړوند د ډېرو احساساتو تېر شي یا دوی ممکن د غم له مختلفو احساساتي مرحلو څخه تېرېږي.
  • فزیکي درد او ناروغي لکه سر درد، کمزوری خوب، د وینې لوړ فشار، او پر مغزو فشار.
  • په چلند کې بدلون: غم کولای شي موږ د خلکو سره ناستې پاستې ته پرېنږدي، د ډیرې غصې او خپګان، لږ صبر، لږه لیوالتیا یا د نورو سره د نه خبرو لیوالتیا سبب شي او همدارنګه زموږ د کار کولو وړتیا را کموي.

 

د غم کولو لپاره هیڅ سمه لاره یا یوه څرګنده لاره نشته. سره له دې چې د وخت په تېرېدو سره غم کمېږي، د مناسب وخت یا موعد ورته نه ټاکل کیږي.

 

که تاسې غم تجربه کوئ نو ځان ته د صبر کولو ووایاست او پر دې پوه شئ چې د زیان سره مقابله کول وخت نیسي. لاندې ځینې هغه لارښوونې دي چې تاسې سره ممکن د غم سره په مقابله کې مرسته وکړي.

 

  • هغو خلکو سره کښېنئ چې باور پرې لرئ او چې څوک مو ملاتړ کولای شي. کېدای شي چې داسې خلک ستاسې د باور مشران، ملګري یا کورنۍ وي.
  • هغو شیانو ته وخت ورکړئ چې تاسې ته ارام درکوي، یا تاسې سره د غم په مقابله کې مرسته کوي، لکه لمونځ، تمرین، یا ژور تنفس کول.
  • ځان ته یو تقسیم اوقات یا معمول جوړ کړئ لکه هره ورځ په ورته وخت ویده کېدل یا له خوبه پاڅېدل. ډاډ تر لاسه کړئ چې منظم خواړه وخورئ او ډېرې اوبه هم وڅښئ.

 

ځان ته پام وکړئ چې څنګه احساس کوئ او د وخت په تېرېدو سره مو حالت څنګه دی. که څو میاشتې تېرې شوې وي او تاسې ومومئ چې لا هم بد احساس کوئ یا مو ورځنۍ کارونو کولو کې ستونخې وینئ نو د ملاتړ لپاره باید ډاکټر یا مشاور سره خبرې وکړئ. که تاسې پوه شئ چې د بستر څخه د وتلو توان نه لرئ، او نشئ کولائ چې خپل ځان ته عادي پاملرنه ولرئ یا د ژوند نه کولو په اړه فکرونه مو ذهن ته راځي نو ډېره مهمه ده چې د ملاتړ لپاره سمدستي غږ وکړئ. تاسې کولای شئ چې ۹۸۸ د سیمییزې بحران شمارې سره د ملاتړ لپاره اړیکه ونیسئ.