په متحده ایالاتو کی هر ایالت اړین بولي تر څو کوچنیان ښوونځیو ته له تللو د مخه د ځینو ساري ناروغیو پر وړاندی واکسین شي. ستاسی کوچنی نشي کولای چی د ځینو ساري امراضو پر وړاندی د واکسین کیدو له طبي تصدیق پرته مکتب ته ولاړ شي. په همدی ډول په هر ایالت کی چی یاست، باید د کوچنیانو د ټولو امراضو پر ضد بوسټر واکسینونه تازه وي .
په داسی حال کی چی واکسین کول د موقعیت له مخی توپیر لري، په متحده ایالاتو کی هر ایالت د وړکتون څخه تر ۱۲ ټولګي پوری د زه کوونکو لپاره لاندې واکسینونه شرط ګڼي:
- پولیو یا د مشاومانو فلج ناروغي
- MMR او یا دانکۍ ، د نیم مخ پړسوب، او کاذبی خسری
- شری
- DTaP او یا خناق، تیتانوس او لویټوخی
ځینې ایالاتونه او ښارونه چی تاسې پکې اوسئ او کوچنیان مو پکې ښوونځیو ته شاملول غواړئ، شاید اضافي واکسین هم اړین وبولي.
په سیمه کې د خپلې بیا میشتیدنې ادارې یا اړوند ښوونځئ سره مو اړیکه ونیسئ تر څو د نږدې مکتبونو د واکسین کولو لپاره د شرایطو په اړه پوه شئ. که د بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه نه لرئ نو موږ ته پیغام راولیږئ.