په متحده ایالاتو کې ارزانه کور موندل اسانه نه دي نو په همدې لحاظ د کور کرایه کولو پر اساساتو پوهیدل ممکن د کور په لټون کي درسره مرسته وکړي.

 

د کرایي کورونو ډولونه

 

په متحده ایالاتو کې د کرایي کور عمده ډولونه په لاندې ډول دي:

 

  • له ۶ تر ۱۲ او یا حتی تر ۱۰۰ زیات اپارتمان لرونکي عمارتونه
  • هغه کورونه چې پر دوه یا نورو اپارتمانونو تقسیم شوي وي (لکه دوه اپارتمانه یا ډوپلیکس، درې اپارتمانه یا ټریپلیکس، او یا څو اپارتمانه کورونه)
  • کورونه
  • ګرځنده کورونه
  • هوټلونه، چي په کې هغه هوټلونه هم شامل دي چي کوچني پخلنځي او د ناستې ځای لري.

 

د کرایې لپاره د کور د هر ډول موندل موقعیت پوری اړه لري. د بیلګې په ډول، په لویو ښارونو کې تاسې شاید ډیری وختونه د کرایې لپاره اپارتمانونه ومومئ او د ښارونو څخه بهر ممکن د اپارتمانونو او کورونو مخلوط ومومئ.

 

د کور موندلو په اړه معلومات

 

کله چي تاسې کور په کرایه کوئ، نو د ملکیت مالک یا مسؤل ته هغه پیسې ورکوئ چي تاسې پرې د هرې میاشتې لپاره موافقه کړي وي چي په عمومي توګه باید د کور کرایه کولو په قرارداد کي لیکل کیږي او بیا امضا‌‌ء کیږي. دی پروسې ته د کور قرارداد یا lease وایی.کور قراردادول تاسې ته تضمین درکوي چي په هغه کور کي د پیسو په بدل کي د مشخص وخت لپاره (چي عمومأ یو کال وي) ژوند کولای شئ. ځینې نور د کرایه کولو ځایونه لکه هوټلونه د لږ وخت لپاره کرایه کیدای شي. (هره ورځ، یا اونۍ او یا هم هره میاشت د کرایې په مقابل کي پیسې ورکوئ). لنډ مهاله کرایه کیدای شي انتقالي مودې لپاره وي تر څو تاسې د اوږدمهال لپاره ځان ته د کرایي کور پیدا کړئ او قراداد مو امضاء کړئ. موږ مو هڅوو چي د کور کرایه کولو پر مهال تل قرارد امضاء کړئ او یا هم یو لیکل شوی موافقتنامه امضا‌‌‌ء کړئ. د کور کرایه کولو او قرارداد په اړه د نورو معلوماتو لپاره د مرستې مرکز دا پاڼه درسره وګورئ: 

 

https://www.settlein.support/hc/ps/articles/7565895015069

 

راځئ چي د کور کرایه کولو په اړه په قیمتونو پوه شو.

 

  • د مارکیټ قیمت. د کور یا د اپارتمان د کرایې قیمتونه چي د کور مالکان یې ټاکي د خلکو د تقاضا پر اساس وي چي ورته د مارکیټ قیمت وایي. د مارکیټ د کرایې اندازې د موقعیت پر اساس یو له بله توپیر لري او عمومأ د کرایه کولو له لحاظه ډیر قیمته وي.
  • د مخلوط عاید کورونه: هغه میشت ځایو ته وایي چي د مارکیټ د قیمت اپارتمانونه لري او داسې اپارتمانونه هم لري چي د عادي کورونو په مناسبت یې کرایې د ځینو شرایطو پر اساس د ځینو کورنیو لپاره کمې کړی وي چي د موقعیت په تناسب یو له بله توپیر لري. د داسې کورونو شتون محدود دي او په هر ښار او ښارګوټي کي نه پیدا کیږي سره له دې چي د داسې کورونو تقاضا زیاته هم وي ځکه چي داسې کورونه هټیو، مکتبونو، کلینیکونو او عامه ترانسپورت ته نږدې وي.
  • حکومتي یا عامه کورونه: هغو کورونو ته وایي چي د فدرال او سیمییز حکومت لخوا ورته پیسې ورکول کیږي تر څو هغو خلکو ته چي د فقر د کرښې لاندیې وي په ارزانه توګه د کرایې لپاره کور تهیه کړي. داسې کورونه د کورنۍ عاید د سلنی پر اساس ورکول کیږي او د داسې کورونو موندلو لپاره تل انتظار ته اړتیا وي چي عمومأ کډوالو او نویو راغلو مهاجرو ته نه رسیږی.
  • سیکشن ۸ کورونه یا Section 8: چی ورته Housing Choice Voucher Program هم وایي. داسې کورونه هم د فدرالي حکومت لخوا مالي ملاتړ تر لاسه کوي او دولت د کور مالک ته پیسې ورکوي تر څو کور په ارزانه توګه مختصو خلکو ته په کرایه ورکړي. داسې کورونه هغو خلکو ته ورکول کیږي چي لږه کرایه ورکړای شي او د فقر شرایط پوره کړي.

 

سره له دې چي د کور موندلو په اړه موږ ځینې اساسي معلومات درسره شریک کړل، تاسې کولای شئ چي لاندې معلومات خپلې بیا میشتیدنې ادارې او یا هم د خپلې قضیې د مسؤل سره شریکه کړئ تر څو درسره په اړه یې مرسته وکړي او په سیمه کي درته کور و لټوي او هم درسره د غوښتلیک او قرارداد په اړه لارښوونه وکړي.

 

  • د خپلې کورنۍ پر عاید څنګه پوه شم؟ کورنۍ عاید هغه عاید ته وایي چي د کور ټول عاید لرونکي وګړي یې د کور د عاید په توګه د کار په مقابل کي راټولوي. ستاسې د کور ټولو وګړو عاید ستاسې ځواب دي. څومره کرایه ورکولای شم؟ تاسې باید داسې کور کرایه نه کړئ چي کرایه یې ستاسې د کورنۍ د کار کوونکو د ټکس ورکولو وروسته د میاشتني عاید له ۵۰ سلنو پورته وي. بهتره به دا وي چي د تاسې د ټولې میاشتې ۳۰٪ تر ۳۵٪ عاید کرایه کي ورکړئ.
  • علی الاقل د کور د افرادو په تناسب باید د څو کوټو کور کرایه کړم؟ په متحده ایالاتو کې کورونه د کوټو په حساب په کرایه ورکول کیږي (سټوډیو ګانې د خوب کوټه نه لري او یواځې یو کوټه لري چي پکې پخلنځئ او د ناستې ځای شتون لري او مجرد کسان او ښځي او خاوند جوړې لپاره مناسب کور کیدای شي). تاسې باید پر دې هم ځان پوه کړئ که چیرې دولت په کور کي د افرادو د اوسیدلو په تړاو سیمییز قوانین او محدودیتونه لري.
  • موږ ته نږدې کوم عامه ترانسپورټ به شتون ولري؟ ایا زه به موټر ته اړتیا ولرم؟
  • په کومه ټولنه کي کور ولټوم؟ آیا چیرې چي اوسم محفوظ او مصؤن به وي؟

 

په ياد ولرئ چي متحده ایالات د ارزانې کرایي کورونو د کمښت سره مخ دي. نو کله چي کور پسې ګرځئ په واقع بینانه او دوامداره توګه یې باید ولټې. د بیا میشتیدنې ادارې څخه مو ټوله مرسته تر لاسه کړئ او یا هم د ټولنې د ګروپونو او نورو دوستانو څخه هم د مرستې غوښتنه وکړئ او منفي نظرونو پسی مه ګرځئ!

 

خبرتیا: دا مقاله د کډوالو لپاره د کورنو حل یا Refugee Housing Solutions پروژې سره په همغږۍ چمتو شوی. د کډوالو لپاره د کورونو حل پروژه د کلیسا د نړیوالو خدماتو یا Church World Service لخوا رامنځته شوی چي مصارف یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا تمویل کیږي.