د ښځو د هوساینې معاینه یو فرصت دی تر څو د یوې ښځې د عمومي روغتیا ته کتنه وشي. په دې کې فزیکي روغتیا، رواني روغتیا او ټولنیز وضعیت شاملیږي. د ښځو د هوساینې معاینه کې ممکن د قد او وزن کتل، د وینې فشار او د نبض کتل، د واکسینونو بیاکتنه او د احساس د څرنګوالې له مخې د نورو معایناتو کتنه شاملیږي. همداشان دغه معاینات معمولاً دری شیان له ځانه سره لري: د تي (breast) معاینه، د لګن خاصرې (pelvic) معاینه او د پاپ (Pap) ټیسټ.

 

په متحده ایالاتو کې، ډاکتران سپارښتنه کوي چې ښځې باید د «ښځو د هوساینې معاینه» د جنسي اړیکې له نیولو وروسته یا کله چې یې عمر ۲۱ ته ورسېږي په کال کې یو ځل تر سره کړي. دا کېدای شي له هغه څه څخه چې په افغانستان کې یې سپارښتنه کېږي یا تر سره کېږي توپیر ولري. په دې خاطر چې په متحده ایالاتو کې ډاکتران ټولو ښځو ته پرته له دې چې ایا هغوی له جنسي اړخه فعالي دي که نه د ښځو د هوساینې د منظمو معاینو سپارښتنه کوي، ځکه چې دا معاینې کولای شي ناروغۍ په چټکۍ او کله چې په اسانۍ سره د درمنلې یا مدیریت وړ وي، وپېژني. دا معاینې یوازې هغه وخت چې تاسې یوه روغتیايي ستونزه ولرئ، نه تر سره کېږي، بلکې ستاسې د عمومی روغتیا منظمی معاینه په توکه تر سره کېږي. همداشان دا معاینات تاسې ته یو خصوصي چاپېریال وړاندې کوي تر څو هر هغه ډول شکایت چې تاسې یې لرئ له ډاکتر سره یې شریک کړئ یا د ښځو د روغتیا اړوند هره پوښتنه چې لرئ یې هغه وپوښتئ. په شمول د غیرنورمال میاشتني عادتونه او خونریزې، په خلق او خوی کې بدلونونه، د میاشتنیو عادتونو په درشل کې شدید درد، د کورنۍ تنظیم او نورې روغتیايي ستونزې.

 

د روغتیایی خدماتو چمتو کوونکو هغه ډولونه چې د ښځو هوساینې ملاتړ کوي

په متحده ایالاتو کې د ښځو طبي اړتیاووې د ګڼو بېلابېل ډولونو طبي کار کوونکو له خوا ملاتړ کېږي. که څه هم دا ټول روغتیايي کارکوونکي د ښځو د روغتیا د لومړنیو مواردو په اړه پوره پوهه لري، خو بیا هم هر یو یې په یوه مشخصه رشته کې تخصص لري. روغتیايي اړتیاوو ته په کتو سره، ښځې کولای شي لاندنیو یوه یا څو روغتیايي کارکوونکو ته مراجعه وکړي او مشوره تر لاسه کړي.

 

  • د لومړنیو مراقبتونو ډاکتران (یا Primary Care Physicians, PCPs) د عمومي داخله ډاکترانو، کورني ډاکترانو، کاراموزانو یا د ماشومانو د ډاکترانو په نوم هم پېژندل کېږي. دوی د هر عمر خلکو لپاره بېلابېل ډول روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کوي. د ښځو لپاره د لومړنی پاملرنی داکتر هم هغه داکتر دی چې د ښځو د روغتیايي معاینه تر سره کوي .
  • «OB/GYN» د ولادي ډاکتر/نسايي ډاکتر (Obstetricians/Gynecologists) لنډیز دی. ولادي ډاکتر هغه ډاکتر دی چې له ښځو او ماشومانو څخه یې د امېندوارۍ او زېږون پر مهال پاملرنه کوي.
  • متخصصې نرسانې هغو نرسانو ته ویل کېږي چې روزنه او عالي ډیپلومونه یې تر لاسه کړي وي. هغوی وقایوي پاملرنې وړاندې کوي، روغتیايي شرایط تشخیصوي او د هغو کسانو درملنه مدیریت کوي چې دی ته مراجعه کوي. هغوی په خپلواکه توګه یا له ډاکترانو سره یو ځای پراخ روغتیايي پاملرنې خدمتونه وړاندې کوي.
  • قابلې د روغتیا پاملرنې چمتو کونکي دي چې د امېندوارۍ، زېږون، له نوي زېږول شوي ماشوم څخه د پالنې او له زېږون وروسته روغتیا دوران مدیریت کوي. قابلې معمولاً ډاکترانې نه دي، اما ځینې یې نرسانې دي. قابلې ښايي له ولادي او نسايي (OB/GYNS) ډاکترانو سره یا په یواځې سر کار وکړي.

تاسې کولای شئ په متحده ایالاتو کې له بېلابېلو روغتیايي کار کوونکو څخه پاملرنه تر لاسه کړئ. دا مهمه نه ده چې تاسې له کوم ډول روغتیايي کار کوونکي څخه پاملرنه تر لاسه کوئ، په متحده ایالاتو کې ټول خلک ورته روغتیايي حقونه لري. په متحده ایالاتو کې د ناروغ په توګه د خپلو حقونو په اړه د معلوماتو لپاره د Settle In مرستې مرکز دغه لینک درسره وګورئ. 

https://www.settlein.support/ps/articles/9840143678109

 

په دې اړه چې په متحده ایالاتو کې د ښځو د هوساینې په معاینه کې څه تر سره کېږي د مفصلو معلوماتو لپاره د Settle In د مرستې مرکز په پاڼه دوهمه برخه وګورئ: د ښځو د هوساینې معاینات (دوهمه برخه: د ښځو د هوساینې معایناتو پر مهال څه ترسره کیږي؟)

https://www.settlein.support/ps/articles/16179937341085

 

تاسې همدارنګه کولای شئ چې د دې مقالې ویډیویي بڼه پر پښتو ژبه د دې لینک له لارې وګورئ: