په متحده ایالاتو کې ډاکتران هغو ښځو ته چې جنسي اړیکې لري یا یې عمرونه له ۲۱ کلنۍ څخه پورته وي، سپارښتنه کوي چې باید په کال کې یو ځل د «ښځو د هوساینې معاینې» ته مراجعه وکړي. د ښځو د هوساینې معاینه هغه فرصت دی تر څو د یوې ښځې د روغتیا عمومي کتنه وشي. په دغو معاینو کې جسمي روغتیا، رواني روغتیا او ټولنیز وضعیت شامل دی. په فزیکي معاینه کې ستاسې د قد او وزن، ستاسې د وینې فشار او د نبض کتل او ستاسې د واکسینونو او ستاسې د احساس د څرنګوالې له مخې د نورو معایناتو کتنه شاملیږي. همداشان، په دغو معایناتو کې معمولأ درې لاندې موارد شاملیږي: د تي (breast) معاینه، د لګن خاصرې (pelvic) معاینه او د پاپ (pap) ټیسټ.

 

د ښځو د هوساینې په معاینه کې لومړنی کار چې یوه ښځه یې تر سره کوي، هغه د معلوماتو میز ته د مراجعې برخه ده. په دې معنی چې تاسې باید د معلوماتو میز ته ورشئ او هلته ناست کارکوونکي ته خپل نوم ووایی تر څو هغه پوه شي چې تاسې را رسېدلې یی . دا کارکوونکی ښايي تاسې ته یوه فورمه درکړي چې په کې لاندې پوښتنې لیکل شوي وي: ستاسې د کورنۍ روغتیايي تاریخچه، هغه درمل چې تاسې یې کاروئ، عمومي ډیموګرافیکي معلومات، ستاسې د میاشتني عادت دوران، دا چې ایا جنسي اړیکه مو درلوده که نه او دا چې ایا پخوا امېندواره وئ که نه.

 

که چېرې تاسې په خپله مورنۍ ژبه د فورمې د لوستلو او ډکولو باندې ستونزه لرئ، نو تاسې سره به یو ژباړونکی مرسته وکړي. که چېرې هلته کوم ژباړونکی شتون و نه لري یا اړتیا وه چې د تلیفون له لارې وصل شي، نو تر هغه چې ژباړونکی په تلیفون راځي دا فورمې تاسي له ځانه سره وساتئ. که تاسې د ښځینه ژباړونکي سره ډیر آرام احساس کوئ، کولای شئ د هغې غوښتنه وکړئ.

 

وروسته له هغه چې خپل لومړني رسمیات مو بشپړ کړل، تاسو به په لابي کې انتظار وکړئ تر څو ستاسې نوم واخیستل شي. کله چې ستاسې نوم واخیستل شو، نو یو روغتیايي مرستندوی یا نرس به تاسې په کلینیک کې د معایناتو برخې ته بدرګه کړي تر څو ستاسې قد، وزن او د وینې فشار وګوري. هغوی به همداشان ستاسې د روغتیايي شکایاتو، روغتیايي تاریخچې او ستاسې د کورنۍ د روغتیايي تاریخچې په اړه وپوښتي. او بیا دا معلومات به طبي کارکوونکي ته ورکړل شي.

 

د معایناتو له پیلیدو وړاندې، روغتیايي مرستندوی یا نرس به تاسې ته طبي چپنه درکړي تر څو یې واغوندئ. هغوی به له خونې ووځي تر څو تاسې خپل کالي په محرمیت سره بدل کړئ. کله چې مو دا چپنه واغوسته، نو بیا کولای شئ د معاینه پر میز کښېنئ او انتظار وباسئ. معمولأ د معاینې پر میز باندې یوه کاغذي ریجايي وي او تاسې کولای شئ هغه د خپل لا زیات محرمیت په خاطر پر خپل ځان در واچوئ.

کله چې ستاسې روغتیايي کارکوونکی راځي، نو لومړی هغه معلومات چې هغه ته ورکړل شوي دي هغه له نظره تېروي او بیا وروسته ستاسې د روغتیايي اندېښنو په اړه له تاسې سره خبرې کوي. دوی ممکن یو څو پوښتنې وکړي، لکه:

ستاسې وروستی میاشتنی عادت څه وخت و؟

آیا تاسې په جنسي توکه فعال یې؟

آیا د امېندوارۍ د مخنیوي لپاره له کوم میتود نه کار اخلئ؟

آیا ستاسې په اند امېندواره یاست؟

 

دا پوښتنې ستاسې له روغتیايي کارکوونکي سره مرسته کوي تر څو تاسې ته تر ټولو غوره درملنه وړاندې کړي. دا ډېره مهمه ده چې داسې یو روغتیايي کارکوونکی ولرئ چې تاسې پرې باور لرئ. که چېرې تاسې د خپل روغتیايي کارکوونکي سره د هوسایني احساس نه کوی ، نو بیا هڅه وکړئ داسې یوه روغتیايي کارکوونکي ته ورشئ چې له هغه سره مو ځان راحته احساسوئ.

 

له دې وروسته روغتیايي کارکوونکی معمولأ د تي (breast) معاینه ترسره کوي. دغه معاینه د هر ډول غیر نورمال حالت د چک کولو په موخه ترسره کېږي چې په دغو کې راوتلی ځای او یا هم داسې بدلونونه شاملېږي چې کېدای شي لا زیاتو معایناتو ته اړتیا ولري. د تي معاینه د تي د سرطان د تشخیص په موخه تر ټولو غوره لار ده. هر څومره ژر چې د تي سرطان تشخیص شي، په هماغومره کچه یې درملنه اسانه کېږي.

 

د تیونو له معاینې وروسته، په ډېر احتمال سره ستاسو روغتیايي کارکوونکی د خاصرې د لګن او پاپ معاینات ترسره کوي. د خاصرې د لګن معاینه ستاسو د روغتیا د یوې عادي برخې معاینه ده، چې د هغو پر مهال روغتیايي کارکوونکی ستاسو د امېندوارۍ د برخو د غړو وضعیت چک کوي. سربېره پر دې د لګن خاصرې د معاینې پر مهال د پاپ ټیسټ هم ترسره کوي، څو معلومه کړي چې ستاسو د رحم په عنق کې غیرنارمل حجروي بدلونونه شتون لري چې کیدای شي د رحم سرطان لامل شی .

 

له تاسو به وغوښتل شي چې د معاینې پر میز د شا په تخته وڅملۍ او پښې به مو د stirrups په نامه د پښو په پورته نیونکي ځای کې کېږدئ. دغه چاره روغتیايي کارکوونکي ته ستاسو د لګن خاصرې د لیدو زمینه برابروي. روغتیايي کارکوونکی لومړی د مهبل بهرنۍ برخه او بیا د هغو داخلي برخه معاینه کوي.

 

د پاپ ټیسټ پر مهال، روغتیايي کارکوونکی له یوه کوچني برس څخه په کار اخیستو په ډېرې ارامۍ سره د رحم د عنق او د مهبل د شاتنۍ برخې نمونه اخلي. دغه نمونه د ازمیښت په موخه لابراتوار ته لېږل کېږي. په دغه مهال کې هغوی کېدای شي تاسو د هر دول عفونتونو لپاره هم چک کړي.

 

يه داسی حال کی چې تاسو په دغه وضعیت کې یې، روغتیايي کارکوونکی ستاسو د خاصرې د لګن برخه معاینه کوي څو کوم غیرنارمل مورد شتون وه نه لري. له دې امله چې رحم او تخمدانونه د بدن له بهر څخه لید وړ نه دي، کارکوونکی له خپلو لاسونو څخه په ګټنې د معدې شاوخوا برخه او لګن خاصره لمس کوي. دغه معاینه د رحم او د تخمدانونو د شکل او اندازې په برخه کې، او هم د درد لرونکو برخو یا هم غیرنارمل غدو په چک کولو کې مرسته کوي.

 

روغتیايي کارکوونکی باید تاسو ته د معاینې بېلابېل پروسیجرونه تشرېح کړي. تاسو هم هر وخت چې مو زړه وي ترې پوښتنه کولای شئ، ان د یو پروسیجر د ترسره کولو پر مهال هم. یعنې، تاسو کولای شۍ د ترسره کېدوني پروسیجر اړوند د ناراحتۍ او یا هم د اندیښنی احساس بیان کړئ. ستاسو راحت ډیر مهم دی او له خپل روغتیايي پالونکي سره مو د پوښتنو او اندېښنو شریک کول مرسته کوي له تاسو څخه په تر ټولو غوره توګه پالنه وکړي.

 

وروسته له هغه چې معاینه مو پای ته ورسېده، روغتیايي کارکوونکی هر هغه ډول معلومات چې باید سمدلاسه شریک کړای شي له تاسو سره شریک کوي. که چېرې هغوی له تاسو څخه نمونه واخیسته، تاسو ته به ووايي چې کوم مهال کولای شئ د هغو نتایج ترلاسه کړئ. وروسته له هغه چې د معاینې وخت مو پای ته رسېږي، روغتیايي کارکوونکی بیا تاسو ته وايي چې څه وکړی . په دغو کې کېدای شي په کور کې له ځانګړو هدایاتو پیروي او یا هم یو بل ډاکټر ته د مراجعې په موخه د وخت تنظیم کول شامل وي. له دې وروسته هغه له خونې څخه بهر ځي څو تاسو وکولای شئ کالي مو بدل کړئ. روغتیايي پالونکې کېدای شي له تاسو سره له امېندوارۍ څخه د مخنیوي د لارو چارو او د امېندوارۍ د مخنیوي لپاره د شته بېلابېلو حالتونو اړوند خبرې هم وکړي. دا په بشپړ ډول ستاسې ټاکنه ده چې ایا غواړئ دا خبرې اترې ولرئ یا د امېندوارۍ د مخنیوي لپاره سپارښتنې ومنئ.

 

په کلني ډول د ښځو د هوساینې معاینه ترسره کول د روغتیايي ستونزو د ژر تشخیص په برخه کې مهم رول لري. د دغه کار په ترسره کولو سره کېدای شي چې روغتیايي ستونزې په اسانۍ مدیریت او یا هم تداوي شي. د معایناتو دغه ملاقات همدارنګه تاسو ته یو خصوصي او مهم فرصت برابروي تر څو له یو روغتیايي کارکوونکي سره د خپلو روغتیایي ستونزو په اړه خبرې وکړئ او یا هم ترې وپوښتئ؛ تر څو تاسی ټول هغه معلومات ترلاسه کړئ چې ستاسو د روغتیا په برخه کې اړین دي.

 

د دې لړۍ لومړۍ برخې (د ښځو د هوساینې معاینې څه ته وایي؟) لیدو لپاره دا لینک درسره وګورئ:

https://www.settlein.support/ps/articles/16179588955805

 

که تاسې غوارئ په دې اړه چې د ښځو د هوساینې معایناتو پر مهال څه ترسره کیږي لا زیات معلومات تر لاسه کړئ کولای شئ چې د دې مقالې ویډیویي بڼه پر پښتو ژبه د دې لینک له لارې درسره وګورئ: