ټولنيزې رسنۍ درسره مرسته کوي تر څو د ملګرو او کورنۍ سره مو په اړیکه کې اوسئ، پوهاوی رامنځته کوي، خبرونه خپروي، او نوي ملګرتیا رامنځته کوي. ټولنیزې رسنۍ هم کولای شي چې خپګان، یواځېتوب، او په خوب کولو کې ستونځې زیاتې کړي او خلک د ځورونې او ازارولو د خطر سره مخ کړي.

 

که تاسې د کړکیچ او بحران له امله په زوره بې ځایه شوي یاست، ممکن د ټولنیزو رسنیو اغیزې له دې هم زیاتې وي. د خپل ځان او کورنۍ ټولنیزو رسنیو استعمال اداره کول به تاسی سره مرسته وکړي تر څو له رسنیو مثبته ګټه پورته کړئ او هم مو ځانونه له منفي اغیزو وساتئ.

 

د ټولنیزو رسنیو ګټې 

ټولنیزي رسنۍ دې ته وایي چې خلک یو بل سره نښلوي لکه فېسبوک/میټا، انستګرام، وټس اېپ، اېکس (پخوانی نوم ېې ټوېټر دی) او ټیکټاک. کله چې تاسی د خپل کور په پریښودو مجبور شئ او د خپلو عزیزانو لېری ژوند کوئ نو ټولنیزې رسنۍ درسره مرسته کوي ترڅو د کورنۍ او ملګرو سره مو اړیکې ټینګې کړئ. په همدی ډول درسره مرسته کوي تر څو د کلتوراو ټولنې سره په اړیکه کې یاست، خپلې لمانځنې ولرئ او کلتور مو ژوندی وساتئ. ټولنیزې رسنۍ درسره هم په نوي ټولنه کې د یواځیتوب او جلا وطنۍ احساساتو کمولو کې مرسته کوي.

 

ټولنیزې رسنۍ هم کولای شي چې وخت په وخت خبرونه او معلومات خپاره کړي. داسې خبرونه کیدای شي چې ستاسې د هیواد په اړه وي یا د هغه ځای په هکله وي چې تاسې پریښی او یا هم په متحده ایالاتو کې ستاسې د ټولنې په اړه وي. ټولنیزې رسنۍ مو د معلوماتو په هکله بیدار او په کنترول کې ساتي اوهم مرسته کوي تر څو پریکړی وکړئ.

 

تاسې به هم وکولای شئ چې د هغو متنونو په اړه کنترول ولرئ چې پر ټولنیزو رسنیو یې ګورئ. تاسې کولای شئ چې د ټولنیزې رسنۍ داسې پلېټ فارم ولرئ چې له مخې یې وکولای شئ ځان ته د پاملرنې، رواني روغتیا، او هوساینې پورې اړوند مواد وګورئ. تاسې هم کولای شئ چې نور ملاتړ کوونکي مواد لکه مثبت خبرونه، یا هم داسې معلومات او عکسونه وګورئ چې راحت بښي.

 

 

د ټولنیزو رسنیو منفي اغیزې

سره له دی چې ټولنیزې رسنۍ خورا مثبتې اغیزې لري، ډیرې منفي اغیزې هم لري. ځینې یې په لاندې ډول دي:

 

  • ژور خپګان او دردناک ذهني فشار – دا عادي ده چې غواړئ د خپل هیواد په هکله خبر شئ. خو خبرونه ممکن چې تاوتریخوالی، او ځوروونکي انځورونه  ولري او که مو بحران او شخړی تجربه کړی وي، نو کیدای شي چې د دردناک ذهني فشار بیا پیلیدو لامل شي. حتی که مو تاوتریخوالی تجربه کړی هم نه وي، د داسې ډیرو انځورونو لیدل ممکن ستاسې په رواني روغتیا او احساساتي هوساینې منفي اغیزه وکړي.
  • درغلۍ – په دی کې ممکن هغه کسان هم شامل وي چې ستاسې هویت غلا کوي تر څو ستاسې مالي معلوماتو ته لاسرسی ومومي د بیلګې په ډول د دندې غولوونکي وړاندیزونه کول، تهدیدونو په وسیله له یو شخص څخه رضایت تر لاسه کول، شرط لګول او د پچې راوتلو درته ویل. داسې خلک ځینې وختونه هغه کسان په نښه کوي چې په متحده ایالاتو کې نوي وي او په انګلیسي ژبه نه پوهیږي.
  • جنسي ناوړه ګټه او استحصال – ټولنیزې رسنۍ کیدای شي چې هم د ځینو خلکو لپاره یوه لاره وي تر څو هغو کسانو ته چې کوچنیان وي یا زیان منونکي وي لاسرسی ومومي او د جنسي ناوړې ګټې اخیستنې ته یې وهڅوي. په داسی حالت کې ځوانان په ځانګړي ډول د خطر سره مخ وي. د بیلګې په ډول بربنډ عکسونه ورته لیږل. همدارنګه قربانیانو ته ګواښ کوي چې که خبره یې ونه مني نو عکسونه، برېښنا لیکونه، چېټونه، یا یې ټېکسټ مېسېجونه به شریک کړي. او هم یې غولوي تر څو انساني قاچاق یا جنسي تیري ته غاړه کیږدي.
  • سایبر او آنلاین ځورول – آنلاین ځورول، ډارول، او د کرکو ډکې ویناوي په ټولنیزو رسنیو کې عامې دي چې کېدای شي ستاسی په خونديتوب او پر ځان باور اغیزمن کړي. په ځینو مواردو کې سایبر او آنلاین ځورونې د یو چا د ځان وژنې هڅه یا مړینه کې مرسته کړی.
  • غلط معلومات – خلک کولای شي چې غلطو معلوماتو او افواهاتو خپرولو لپاره ټولنیزې رسنۍ وکاروي چې کیدای په ادارو یا حکومت باندې د نورو باور زیانمن کړي یا یې داسی پریکړې ته اړ کړي چې د دوی په ګټه نه وي.

 

د ټولنیزو رسنیو کارولو اداره کول درسره مرسته کوي تر څو خپل ځان او کورنۍ مو له زیان څخه وژغورئ او هم په عین وخت کې به وکړای شئ چې اړیکې ټینګې کړئ او هم مو شخصي معلومات کنټرول کړئ. په ټولنیزو رسنیو کې ستاسی د رواني روغتیا ساتنې لارو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د Settle In مرستې مرکز دا مقاله درسره ولولئ:

https://www.settlein.support/ps/articles/17510397939869