ټولنیزې رسنۍ یوه پیاوړی وسیله ده چې ګټور او زیانمنوونکي اړخونه لري. د خپل ځان او کورنۍ ټولنیزې رسنۍ اداره کول مو د زیان څخه ژغورلو کې مرسته کوي پداسې حال کې چې تاسې به هم اړیکې نیولای شئ او هم به خپل شخصي معلوما ت کنترولوئ.

 

خپل ټولنیزې رسنۍ پرایویټ یا پټ وساتئ: د خپل د ټولنيزو رسنیو په سیټینګ کې پرایویټ انتخاب کړئ تر څو وکولای شئ چې پر دې کنترول ولرئ چې څوک مو پوسټونه او شخصي معلومات ګوري. ډاډ تر لاسه کړئ چې ستاسې کیمره، مایکروفون، او موقعیت بند یا off وي او خپل د محرمیت ترتیبات یا privacy settings مو په منظم ډول تر غور لاندې نیسئ.

 

خپل حسابونه د پاسورډ سره خوندي کړئ: ډاډ تر لاسه کړئ چې د هرې ټولنیزې رسنۍ حساب لپاره ځانګړی او پیاوړی پاسورډ ولرئ. دا به مو له هیک کیدو څخه وژغوري او که چیری هیک شئ نو یواځې یو حساب یا اکونټ به مو اغیزمن شوی وي. تاسې کولای شئ چې د پاسورډ مدیرpassword manager برنامه وکاروئ تر څو درسره په ځانګړي او پیاوړي پاسورډونو موندلو کې مرسته وکړي.

 

د شریکولو د مخه صبر وکړئ: لکه څرنګه چې تاسې خپل شخصي معلومات هغو خلکو ته نه ورکوئ چې یې نه پیژنئ، همدارنګه د هغه شیانو پر شریکولو کې محتاط اوسئ چې تاسې یي پر ټولنیزو رسنیو شریکوئ. هيڅکله حساس معلومات پر ټولنیزو رسنیو کې مه شریکوئ لکه ستاسې د کور آدرس، د سوشیل سیکوریټي شمیره یا مو بانکي معلومات.

 

د ملګرتیا په غوښتنه کې محتاط اوسئ: د هغه چا سره اړیکه مه نیسئ چې یې نه پیژنئ او د ملګرتیا غوښتنه یې هم مه منئ.

 

استعمال یې محدود کړئ: هره ورځ د یو څو ساعتونو پورې مو د ټولنیزو رسنیو استعمال محدود کړئ. د ویده کیدو له مخه لږ تر لږه یو ساعت د مخه د ټولنیزو په ګډون دالکترونیکي وسایلو له کارولو ډډه وکړئ تر څو ښه خوب ولرئ. د هغو سایټونو یا پوسټونو څخه لیرې اوسئ چې ګرافیک یا د تاو تریخوالي انځورونه لري.

 

د ماشومانو مو ساتنه وکړئ: که مو ماشومان ځیرک تیلیفون کاروي او یا هم ټولنیزه رسنۍ کاروي نو تاسې باید داسې څه وکړئ چې کوچنیانو مو خوندي شي:

  • کوچنیانو سره مو د ټولنیزو رسنیو کارولو خطرونو په اړه بحث وکړئ او پوه یې کړئ چې د آنلاین کیدلو پر مهال څه باید په پام کې ونیول شي، او څه وخت باید تاسې ته مراجعه وکړي.
  • په وسایلو کې ورته د والدینو اېپ نصب کړئ تر څو ډاډ تر لاسه کړئ چې ځینې سایټونه ورته بلاک شوي دي.
  • د ټولنیزو رسنیو ترتیبات شخصي یا Private ته تنظیم کړئ او د جغرافیایي موقعیت ځانګړتیاوې بند یا off کړئ.
  • ډاډ تر لاسه کړئ چې پاسورډ یې تاسې سره شریک شوی وي. ورته یې تشریح کړئ چې ځیرک تیلفون او ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی تاسې د امتیاز په ډول ورکړی او اکونټ ته یې باید لاسرسی ولرئ.
  • د ورځې له مخې د یو څو ټاکلو ساعتونو لپاره یې ور ته د تیلیفون کارول محدود کړئ.
  • په کور کې ورته د تیلیفون او ټولنیزو رسنیو کارول محدود کړئ او یواځې د کور په هغه برخه کې د استعمال اجازه ورکړئ چې یې وینئ تر څو په ښه توګه یې د انلاین فعالیت وڅارئ.

 

دا چې د ټولنیزو رسنیو استعمال ستاسې پر رواني روغتیا څه اغیزه کوي د Settle In د مرستې پر مرکز کې یې درسره وګورئ: 

https://www.settlein.support/ps/articles/17510227613213