کله چی تاسې نوي هیواد ته کډه شئ نو نوي ملګري جوړول او د نوې ټولنې سره یو ځای کېدل ممکن ستونځمن وي. همدارنګه نویو خلکو سره لیدنه تل لومړیتوب نه وي خصوصأ کله چې د ورځنی ژوند مصروفیتونو له امله بوخت یاست. سره له دې هم په متحده ایالاتو د نورو سره اړیکې نیول او په ټولنه کې د ملاتړ برخه ګرځېدل د ژوند له مهمو برخو ګڼل کیږي. ټولنیز ملاتړ لکه ملګرتیا او په ټولنه فعاله ژوند کول کولای شي چې ذهني فشار راکم کړي، د تړاو احساس وزیږوي، او خوښۍ ته وده ورکړي.

 

که چېرې داسې ځایونه او فعالیتونه ومومئ چېرې چې خلکو سره اړیکو جوړولو کې مرسته کوي ممکن ستاسې د هوساینې لپاره غوره وي. د بېلګې په توګه: د خلکو سره ناسته او ورسره ملګرتیا جوړول هغه وخت اسانه وي کله چې تاسې شریک شوق او ذوق ولرئ، او په ډلییزو فعالیتونو کې برخه واخلئ. په شریک شوق او ذوق کې د علاقې وړ فعالیتونه، یو ځای عبادت کول، او یا هم کله مو چې کوچنیان عین ښوونځي ته ځي شامل دي. لاندې هغه مثالونه دي چی تاسې سره مرسته کوي تر څو په سیمه کې د نورو سره د اړیکو لپاره فرصتونه و لټوئ:

 

ټولنیزې ګروپونه او فعالیت

آیا تاسې داسې فعالیتونه تر سره کوئ چې خوند ترې اخلئ؟ د بیلګې په توګه، سپورت، اوبدل، نقاشي، باغداري، لامبو وهل، لوستل، یا د مرغیو لیدل. د ګډو ګټو او فعالیتونو پر بنسټ ګڼ ټولنیز ګروپونه شتون لري. تاسې کولای شئ سیمییز سپورت کلب ټیم، د کتاب کلب، یا د اوبدلو حلقه کې ګډون وکړئ.  

 

  • انټرنیټ هغه ځای دی چې تاسې یې پر ټولنیزو ګروپونو معلومات موندلای شئ. کوښښ وکړئ چې داسې یې وپلټئ [ښار یا کاونټي] + [فعالیت] د بیلګې په توګه: "Portland Book Club یا د پورټلیند د کتابونو کلب"
  • ټولنیز مرکزونه لکه د زړو خلکو مرکزونه، یا د عامه پارک ودانۍ ګانې، اکثره وخت ټولنیز ګروپونه، اجتماعي خواړه، او د ټولنې لپاره د وړیا ټولګیو کوربه توب کوي.
  • ستاسې په سیمه کې د ټولنې باغونه داسې ځایونه ټولنې ته وړاندې کوي چې باغونه او خوراکي توکې کښت کوي، د زده کړو فرصت برابروي او د نورو باغوانانو سره د اړیکو نیولو هم فرصت برابروي.
  • عامه کتابتونونه د لویانو او کوچنیانو لپاره غونډې، ټولګي او فعالیتونه وړاندې کوي لکه د کیسې وخت. د سیمیز کتابتون غونډو په اړه لټون وکړئ، یا نږدې کتابتون ته ورشئ تر څو د راتلونکو ټولنیزو پیښو په اړه پوښتنې وکړئ.

 

د ځوانانو ګروپونه او تفریحي فعالیتونه

د کوچنیانو او ځوانانو لپاره هم نوي ملګري جوړول مهم دي. ښوونځي له مکتب وروسته پروګرامونه، غیر نصابي فعالیتونه، تفریحي پروګرامونه، او د دوبي کمپونه وړاندي کوي.

 

  • د فرصتونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د خپل کوچني ښوونځي سره اړیکه ونیسئ.
  • د کوچنیانو لپاره د ښوونځي وروسته فعالیتونو په اړه د مرستې مرکز مقالې لوستلو سره نور معلومات تر لاسه کړئ: https://www.settlein.support/ps/articles/14941107796893

 

د توکم پر بنسټ سازمانونه

د توکم پر بنسټ سازمانونه: هغه سازمانونه دي چې د خاصو توکمونو یا کلتوري ډلو خدمت کوي. تاسې کولای شئ چې د هغو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ چې ستاسې په ژبه خبرې کوي او تاسې سره یې کلتور شریک وي. دا سازمونونه د غونډو کوربه توب کوي، د انګلیسي ژبې روزنه وړاندې کوي او ځوانانو ته خدمتونه برابروي.

 

  • ستاسې په سیمه کې د توکمیز ټولنې پر بنسټ سازمانونو موندلو لپاره د لټون لاندې اصطلاحات وکاروئ [ښار یا کاونټي) + [د توکمیز ټولنې پر بنسټ سازمانونه] یا [د ټولنې خدماتو سازمان یا community service organization]. د بېلګې په توګه "د سکرمنټو افغان ټولنې د خدماتو اداره یا Sacramento Afghan Community Service Organization"

 

 د عقیدې پر بنسټ سازمانونه

مساجد، عبادتخانې، کلیساګانې، او نورې عقیدوي ډلې کولای شي ممکن د نورو سره د اړیکو جوړولو لپاره مهم ځایونه وي.

 

  • د لټون لپاره لاندې اصطلاحات وکاروئ: [ښار یا کاونټي]+ نفوس+ د مذهبي سازمان ډول (مسجد، کلیسا، مندر او داسې نور) د بېلګې په توګه : "د کینګ کاونټي مسجدونه یا King County Mosques"

 

ملګرتیا او ټولنیزې اړیکې متقابل ملاتړ، ګډې تجربې او پیوستون رامنځته کوي چې دا ټول د درملنې او تړاو لپاره اړین دي.