مقدمه

هغه افغان پارولیان چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د افغان حکومت له نسکوریدو وروسته متحده ایالاتو ته داخل شوي، په متحده ایالاتو کې د دایمي پاتې کیدو او د خپل ژوند بیا ځلې پیل کولو په اړه له نا څرګند حالت سره مخ دي. د احتمالي (د افغانانو د وضعیت تعدیل قانون) یا (Afghan Adjustment Act AAA) په هکله ډیرې خبرې وشوې او ډیرو افغانانو هیله درلوده چې دغه قانون به نویو راغلو افغانانو ته د دایمی کډوالۍ حالت یا ګرین کارت لپاره یوه رڼه تګلاره وړاندې کړي. له بده مرغه په اړه یې ډیر غلطوونکي یا ناسم معلومات خپاره شول چې له امله یې په افغاني ټولنه کې تشویش او ویره خپره کړی. د لاندې پرلپسې پوښتنو او ځوابونو موخه دا ده چې د افغانانو د وضعیت تعدیل قانون په اړه د ناسمو معلوماتو او ګونګوسیو مخنیوی وکړي او پر ځای یې سم معلومات وړاندې کړي تر څو افغانان د کډوالۍ په اړه په خپلو اوسنیو انتخابونو ښه پوه شي.

 

د افغانانو د وضعیت تعدیل په اړه وړاندیز شوی قانون څه شو؟

  • د ۲۰۲۲ کال د دسمبر پر ۲۲مه د متحده ایالاتو سنا مجلس د ۲۰۲۳ مالي کال بودیجه اومنيبس لایحه تصویب کړه. د دغه وړاندیز شوی قانون مدافعان تمه درلوده چې په دې لایحه کې به د افغانانو د وضعیت تعدیل قانون هم شامل وي او افغان پارولیان به وکولای شي چې په متحده ایالاتو کې د قانوني دایمي هستوګنې کارت یا ګرین کارت حالت تر لاسه کړي مخکې له دې چې بشر دوستانه پارول یې په ۲۰۲۳ کال کې پای ته ورسیږي. له بده مرغه د افغانانو د وضعیت تعدیل د بودیجې په لایحه کې شامله نه شوه او قانوني بڼه یې غوره نه کړه.

 

دا څه معنی لري چې د افغانانو د وضعیت تعدیل د قانون په توګه لاسلیک نه شو؟

  • سره له دې چې کانګریس د افغانانو د وضعیت تعدیل قانون په کامیابولو کې پاتې راغلل خو دا د افغان پارولیانو لپاره شته انتخابونو کې تغییر نه راولي. دم مهال پارولیان کولای شي چې د قانوني دایمي اوسیدونکي حالت یا LPR تر لاسه کړي که چېری د SIV ویزې ته وړ وي (چې هغه دې پورې اړه لري چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو لپاره کار مخ ته وړلو) او یا هم کولای شي چې د کورنۍ د هغو غړو په واسطه ګرین کارت تر لاسه کړي چې د امریکا تبعه یا هم قانوني دایمي اوسیدونکي وي او دوی ته یې اپلای وکړي.

 

که چېری زه د ځانکړې مهاجرت ویزې یا SIV په توګه د ګرین کارت اخیستلو لپاره اپلای نشم کولای او یا هم د کورنۍ غړی نه لرم چی له لارې یې ګرین کارت ته اپلای وکړم نو په داسې حالت کې باید څه وکړم؟

  • هغه افغان پارولیان چې پارول حالت تاریخ یې نه وي اوښتی او SIV ته اپلای نه شي کولای یا هم ګرین کارت لرونکي کورنۍ غړي ونلري، باید اسایلم ته خپل غوښتنلیک ولیږي یا هم مؤقت خوندي حالت یا TPS یا بیا ځلې پارول کیدلو یا کوم بله لاره ولري تر څو د غیر قانوني اوسیدلو مخنیوي وشي او د کار کولو له اجازې محروم نشي. د ۲۰۲۳ کال جون پر ۸مه، د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت خدمتونو ادارې (USCIS) هغو افغانانو لپاره چې د عملیاتو د متحدینو د ښه راغلاست (OAR/OAW) برنامې له مخې متحده ایالتونو ته داخل شوي، یو منظم پلان اعلان کړ تر څو دوی بیا ځلې پارول شي او هم د کار کولو اجازه ورکړل شي. د افغانانو پارول پروسې په اړه د نورو معلوماتو لپاره چې څوک باید ورته اپلای وکړي او څنګه يې وکړي، د مهربانۍ له مخې د مرستې مرکز دا مقاله درسره وګورئ:

https://www.settlein.support/fa-af/articles/11979659770141

 

اسایلم څه ته وایی؟

  • اسایلم د خوندیتوب یوه حالت ده چې د هغو کسانو لپاره استعمالیږي چې په خپل هیواد کې د زیان له جدي خطر سره مخ وي او د خونديتوب په موخه متحده ایالاتو ته راغلي وي. هغه کسان چې په متحده ایالاتو کې پناه تر لاسه کړي د کار کولو اجازه لري او د پناه اخیستنې یو کال وروسته دوی کولای شي چې د ګرین کارت لپاره خپل غوښتنلیک ولیږي. د پناه غوښتنې یا اسایلم په اړه د نورو معلوماتو لپاره، دا ویډیو په Settle In فېسبوک پاڼه درسره وګورئ:

https://www.facebook.com/SettleInUS/videos/608256497576717

 

مؤقت خوندي حالت یا TPS څه ته وایی؟

  • مؤقت خوندي حالت یا TPS چې مؤقت حالت دی د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې د ځینو مشخصو هیوادونو څخه متحده ایالاتو ته داخلیږي چې داسې خلکو ته اجازه ورکول کیږي تر څو په متحده ایالاتو کې ۱۸ میاشتو لپاره و اوسیږي او د کار اجازه هم ولري. د دې لپاره چې د TPS شرایط مو پوره کړي وي نو د افغان په حیث باید په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې له ۱۵ راهیسې په متحده ایالاتو کې شتون ولرئ. TPS د افغانانو لپاره د ۲۰۲۳ کال تر نومبر میاشتې پورې شتون لري او هغه کسان چې شرایط یې پوره کړي کولای شي چې د وخت له پوره کیدو پورې ورته اپلای وکړي. TPS د ګرین کارت اخیستلو لپاره لار نه هواروي. د مؤقت خوندي حالت یا TPS په اړه د نورو معلوماتو لپاره، دا ویډیو په Settle In فېسبوک پاڼه درسره وګورئ:

https://www.facebook.com/SettleInUS/videos/429993698992100

 

که چېری زه د پارول پای ته د رسیدلو د مخه د بیا پارول کیدو یا پناه غوښتنه ونه کړم یا TPS ته اپلای ونه کړم نو آیا زه به بیرته افغانستان ته ولیږل شم؟

  • که مخکې له دې چې تاسې بیا ځلې پارلو کیدو ته اپلای مو کړی وي او ستاسې د پارول موده پای ته ورسیږي او تاسې په متحده ایالاتو کې کوم بل قانوني حیثیت ونه لرئ نو تاسې به په متحده ایالاتو کې د (غیر قانوني اوسیدونکي) په حیث و پیژندل شئ او ستاسې د کار کولو اجازه به هم پای ته ورسیږي. په متحده ایالاتو کې غیر قانوني اوسیدل چې هغه د هرې مودې لپاره وي شاید ستاسې کډوالۍ ته په نورو هغو لارو چارو او شرایطو چې شاید په آینده کې شتون ولري په پوره کولو یې اغیز وکړي او ممکن ستاسې د بندي کېدلو او یا هم شړلو سبب شي. په هر حال، ډیره مهمه ده چي تاسې پر دې پوه شئ چې هغه افغانان چې د متحدینو ښه راغلاست عملیات (OAW) له لارې متحده ایالاتو ته پارول شوي او د پارول حالت یې پای ته رسیدلی وي او د متحده ایالاتو قانون یې نه وي مات کړی اوسمهال نه بندي کیږي او نه هم شړل کیږي.

 

که زه نه غواړم چې د په متحده ایالاتو کې د (غیر قانوني اوسیدونکي) په توګه وپیژندل شم او نه غواړم چې د کار اجازه له لاسه ورکړم نو زه باید څه وخت بیا پارول کېدلو، TPS، اسایلم یا کوم بل قانوني لارې ته غوښتنلیک ولیږم؟

  • چون د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) د غوښتنلیکونو په پراسس کې له ځنډ سره مخ دي، تر ټولو غوره انتخاب به مو دا وي چې مخکې له دې چې د پارول موده مو پای ته ورسیږي ژر تر ژره TPS یا اسایلم ته اپلای وکړئ اما هیڅ تضمین شتون نه لري چې ستاسې پر قضیه به د پارول د مودې له پای ته رسیدو مخکې پریکړه وشي. په هر صورت، په متحده ایالاتو کې قانون خورا پیچلی دی نو له همدی امله هغه افغانان چې غواړي د TPS یا اسایلم لپاره غوښتنلیک ولیږي موږ یې په کلکه هڅوو چې د وکیل سره له مشورې پرته غوښتنلیک و نه لیږي تر څو ډاډه شي چې دوی وړ دي.
  • بیا ځلې پارول کېدل: مخکې له دې چې مو اوسنې پارول حالت پای ته ورسېږي باید د بیا ځلې پارول کېدو لپاره اپلای وکړئ.
  • مؤقت خوندي حالت یا TPS: د TPS لپاره فورمه باید د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۰ څخه د مخه ډکه شي. دا هم ممکنه ده چې د TPS سره یو ځای کارکولو اجازې ته هم اپلای وکړئ.
  • اسایلم: که تاسې غواړئ چې د اسایلم غوښتنه وکړئ نو باید د پارول د مودې له پای ته رسیدو ۶ میاشتې د مخه مو د اسایلم لپاره غوښتنلیک ولیږئ تر څو د کار اجازه مو پای ته ونه رسییږي او نهایتأ باید د پارول د مودې پای وروسته په ۶ میاشتو کې دننه مو غوښتنلیک ولیږئ چې TPS حالت ترې مستثنی دي. هغه کسان چې اسایلم ته اپلای کوي او TPS ونه لري ۱۵۰ ورځې وروسته له دې چې اسایلم ته اپلای وکړي د کار کولو اجازې لپاره اپلای کولای شي.

 

آیا زه کولای شم TPS او اسایلم دواړو ته اپلای وکړم؟

  • هو دا ممکنه ده چې دواړو TPS او اسایلم ته یو ځای اپلای وکړئ. د یو لپاره غوښتنلیک استول پر بل اغیز نه کوي. دا هم شوني ده چې د TPS تر لاسه کولو وروسته د پناه غوښتنه وکړئ او یا هم د پناه غوښتنې لیک لیږلو وروسته پریکړې ته منتظر شئ او په عین حال کې TPS ته هم اپلای وکړئ. که تاسې ته پناه یا اسایلم درکړل شوی وي نو تاسې TPS ته اړتیا نه لرئ.

 

د پناه غوښتنې، بیا ځلې پارول کېدو یا TPS لپاره قانوني مرسته چېرې تر لاسه کړم؟

  • که چېرې تاسې د بیا مېشتېدنې ادارې سره په اړیکه کې یاست، نو دوی کیدای شي چې وکیلان یا د عدلیې وزارت لخوا معتبر استاځې ولري چې ممکن وکولای شي قانوني مرستې چمتو کړي او یا مو وړ قانوني خدمات چمتو کوونکي ته راچع کړي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې یواځې د کډوالۍ په اړه وړ وکیلان یا د عدلیې وزارت سره اعتبار لرونکي استاځې کولای شي چې تاسې ته ستاسې د کډوالۍ قانوني اختیارونو په اړه مشوره درکړي.
  • تاسې کولای شئ دلته د مهاجرت قانوني خدماتو چمتو کوونکو ملي لیست ومومئ:

https://www.immigrationadvocates.org/nonprofit/legaldirectory

  • یا هم دلته د مهاجرت وکیل ته د مراجعې غوښتنه وکړئ:

https://www.ailalawyer.com