که تاسې د متحده ایالاتو تبع یاست، ستاسې میرمن یا خاوند او د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي کوچنیان او همدارنګه والدین مو ممکن اوسمهال له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته د مهاجرت لپاره وړ وي. د متحده ایالاتو اتباع کولای شي چي د خپلو ورونو او خویندو او ۲۱ کلونو څخه پورته واده شوي او نا واده شوي بالغ اولادونو لپاره هم عریضه وکړي. د داسې کسانو د مهاجرت له لارې راتګ د کلنۍ پریکړې پوری اړه لري او شاید د ډیرو کلونو لپاره ویزه تر لاسه نه شي کړای. د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت خدماتو دفتر (USCIS) پر پاڼه د I-130 فورمه درسره ډکه کړئ. که چیری USCIS ستاسې فورمه یا عریضه ومني، د ملي ویزو خدماتو دفتر یا (NVC)به ستاسې د کورنۍ غړو سره اړیکه ټینګه کړي تر څو د کډوالۍ ویزې غوښتنه وکړي. د ملي ویزو خدماتو دفتر به ځینې نور اسناد هم له تاسې او یا له هغوي څخه وغواړي تر څو خپلوي تایید شي او هغه شرایط چي دوی یې د کډوالۍ لپاره شرط ګڼي هم پوره شي، چي په هغی کي د مالي ملاتړ I-864 فورمه ډکول هم شامل دي تر څو دوی متاکد شي چي تاسې متحده ایالاتو ته د خپلوانو راوستلو وروسته مالي ملاتړ کولای شئ.

 

مهم ټکي: د کورنۍ سره مو د پیوستون یا بیا یوځای کیدو پروسه ممکن پیچلی وي او کیدای شي چي تاسې څخه د کورنۍ غړیتوب ثابتولو لپاره ځینې اسناد هم وغوښتل شي. د همدې لپاره غوره ګڼل کیږي چي تاسې یې په اړه د قانوني خدماتو چمتو کوونکي سره مشوره وکړئ ترڅو ستاسې د کورنۍ د راوستلو قضیه وڅیړي او هم د اجراءاتو پر مهال درته مشوره درکړي.

 

مهم ټکي: تاسې باید د خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره افغانستان ته سفر ونه کړئ. د متحده ایالاتو حکومت د کورنۍ د غړو راوستلو په موخه په افغانستان کي ستاسې شتون شرط نه ګڼي. که چیری تاسې افغانستان ته د کورنۍ غړي د راوستلو لپاره ولاړ شئ نو د متحده ایالاتو حکومت به ستاسې د تګ په خاطر پروسه ګړندۍ نه کړي.

 

د کورنیو د پیوستون یا بیا یوځای کیدو او د کډوالۍ نورو حالتونو په اړه د معلوماتو لپاره زموږ د سیټل این د مرستې مرکز لاندې لینکونو ته ورشئ:

 

قانوني دایمي اوسیدونکي او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

د ځانګړی مهاجرت ویزو (SIV) پروګرام له لارې قانوني دایمي هستوګنه او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

کډوال (Refugees) او پناه غوښتونکي (Asylees) او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

پارولیان او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل