که تاسې د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) حالت سره متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست، او تاسط د ماموریت مشر ته په غوښتنلیک لیک (COM Approval) کي خپله میرمن او ناواده شوي له ۲۱ کلونو کم عمره کوچنیان شامل کړی وي خو هغوی و نه شي کړای چي تاسې سره متحده ایالاتو ته یو ځای راشي، نو ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي چي د SIV د (د کورنۍ سره یو ځای کیدو) پروسې له لارې تاسې سره یو ځای شي. تاسې باید د ویزې ملي مرکز یا NVC سره د NVCSIV@state.gov ایمیل ادرس له لارې اړیکه ټینګه کړئ او له هغوی څخه وغواړئ تر څو ستاسې کیس نږدې سفارت یا کونسلیټ ته ولیږي تر څو ستاسې د کورنۍ غړي مرکې ته ورشي. په یاد ولرئ چي اوسمهال په افغانستان کی د متحده ایالاتو ته د راتګ لپاره د ویزو ورکولو مرکز نشته. که ستاسې قضیه لا د مخه له افغانستان څخه بهر د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلګرئ ته لیږل شوي وي، مهرباني وکړئ د usembassy.gov لینک ته ورشئ او د متحده ایالاتو سفارت او کونسلګر سره اړیکه ټینګه کړئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د بهرنیو چارو وزارت ویب سایت درسره وګورئ.

 

که تاسې متحده ایالاتو ته د SIV لرونکي په توګه داخل شوي نه یاست، خو بیا وروسته مو د ایس آی وي کیس منل شوي او د ایس آی وي د کیس منل کیدو د مخه مو واده کړی وي یا اولادونه ولرئ، او ستاسې ماشوم/ میرمن یا خاوند په متحده ایالاتو کې نه وي، نو دوی کولای شي چی ستاسې د ایس آی وي قضیې ته وراضافه شي. او ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي چي متحده ایالاتو ته د SIV د (د کورنۍ سره یو ځای کیدو) پروسې په واسطه داخل شي. پروسه یې داسې ده چی لومړی باید د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت د خدماتو مرکز (USCIS) ته د I-824 فورمه ډکه او ورویی لیږئ تر څو هغوی یی وڅیړي او ویې مني. کله چی (USCIS) ستاسې فورمه ومني نو NVC به ستاسې د کورنۍ غړو سره اړیکه ټینګه کړي تر څو د کډوالۍ د ویزې غوښتلیک پروسه مو پلی شي.

 

که چیری تاسې وروسته له دې چي متحده ایالاتو ته د SIV قضیې له لارې دا خل شئ یا هم مو ګرین کارت تر لاسه کړئ واده کړی وي یا مو اولادونه پیدا شوی وي، نو ستاسې نوې زیږیدلې کوچنیان د SIV د (کورنۍ سره یو ځای کیدو) پروسې له لارې متحده ایالاتو ته نشي راتلای او پر ځای یې بله پروسه ده چي تاسې یې باید تعقیب کړئ. د دې پروسې په هکله تاسې زموږ د سیټل این پاڼی د مرستې مرکز ته ورشئ چی لینک یی دا دي: قانوني دایمي اوسیدونکي او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل: https://www.settlein.support/hc/ps/articles/8948885466653

 

مهم ټکي: د کورنۍ سره مو د پیوستون یا بیا یوځای کیدو پروسه ممکن پیچلی وي او کیدای شي چي تاسې څخه د کورنۍ غړیتوب ثابتولو لپاره ځینې اسناد هم وغوښتل شي. د همدې لپاره غوره ګڼل کیږي چي تاسې یې په اړه د قانوني خدماتو چمتو کوونکي سره مشوره وکړئ ترڅو ستاسې د کورنۍ د راوستلو قضیه وڅیړي او هم د اجراءاتو پر مهال درته مشوره درکړي.

 

مهم ټکي: تاسې باید د خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره افغانستان ته سفر ونه کړئ. د متحده ایالاتو حکومت د کورنۍ د غړو راوستلو په موخه په افغانستان کي ستاسې شتون شرط نه ګڼي. که چیری تاسې افغانستان ته د کورنۍ غړي د راوستلو لپاره ولاړ شئ نو د متحده ایالاتو حکومت به ستاسې د تګ په خاطر پروسه ګړندۍ نه کړي.

 

د کورنیو د پیوستون یا بیا یوځای کیدو او د کډوالۍ نورو حالتونو په اړه د معلوماتو لپاره زموږ د سیټل این د مرستې مرکز لاندې لینکونو ته ورشئ:

 

د متحده ایالاتو اتباع او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

قانوني دایمي اوسیدونکي او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

کډوال (Refugees) او پناه غوښتونکي (Asylees) او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

پارولیان او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل