که تاسې کډوال (Refugee) او یا اسایلم لرونکي یاست، او تاسې خپله میرمن یا خاوند فورمه کي شامل کړي وي تر څو هغوی ته هم دغه حالت ورکړل شي نو ستاسې میرمن یا خاوند او هغه اولادونه چي عمرونه یې له ۲۱ څخه کم وي کولای شي چي تاسې سره یو ځای شي. که چیری ستاسې میرمن یا خاوند او یا هم کوچنیان مو په متحده ایالاتو د پارول یا لنډمهاله خوندي حالت په توګه میشت دي نو تاسې کولای شئ چي د دوی د حالت د بدلون په موخه عریضه وکړئ. د کورنۍ د غړو لپاره مو پروسه پیل کړئ او I-730 فورمه چی د اسایلم لرونکو او مهاجریونو له خوا خپلوانو راوستلو لپاره ده ډکه یې کړئ او د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) ته یې واستوئ.

 

که چیری تاسې متحده ایالاتو ته دوه کاله د مخه د مهاجر په توګه راغلي یاست، او یا هم تاسې ته له دوه کلونو دمخه اسایلم درکړل شوی وي نو تاسې باید یو غوښتنلیک جوړ کړئ چی د I-730 فورمی په دریمه برخه کی یې شامل کړئ تر څو واضح یې کړئ چي تاسې ولی د مخه اپلای نه وه کړی. که USCIS ستاسې قضیه ومني نو د بهرنیو چارو وزارت به ستاسې له کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړي او ورته د (کورنۍ سره یو ځای کیدو) پروسې په اړه لارښوونه وکړي.

 

مهم ټکي: د کورنۍ سره مو د پیوستون یا بیا یوځای کیدو پروسه ممکن پیچلی وي او کیدای شي چي تاسې څخه د کورنۍ غړیتوب ثابتولو لپاره ځینې اسناد هم وغوښتل شي. د همدې لپاره غوره ګڼل کیږي چي تاسې یې په اړه د قانوني خدماتو چمتو کوونکي سره مشوره وکړئ ترڅو ستاسې د کورنۍ د راوستلو قضیه وڅیړي او هم د اجراءاتو پر مهال درته مشوره درکړي.

 

مهم ټکي: تاسې باید د خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره افغانستان ته سفر ونه کړئ. د متحده ایالاتو حکومت د کورنۍ د غړو راوستلو په موخه په افغانستان کي ستاسې شتون شرط نه ګڼي. که چیری تاسې افغانستان ته د کورنۍ غړي د راوستلو لپاره ولاړ شئ نو د متحده ایالاتو حکومت به ستاسې د تګ په خاطر پروسه ګړندۍ نه کړي.

 

د کورنیو د پیوستون یا بیا یوځای کیدو او د کډوالۍ نورو حالتونو په اړه د معلوماتو لپاره زموږ د سیټل این د مرستې مرکز لاندې لینکونو ته ورشئ:

 

د متحده ایالاتو اتباع او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

قانوني دایمي اوسیدونکي او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

د ځانګړی مهاجرت ویزو (SIV) پروګرام له لارې قانوني دایمي هستوګنه او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

پارولیان او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل