که تاسې اوسمهال پارولي یاست یا هم متحده ایالاتو ته پارول شوي یاست او بیا لنډمهاله خوندي حالت (TPS)  غوره کړي وي، او په افغانستان کي مو میرمن یا خاوند او نا واده شوي کوچنیان مو چي عمرونه یې له ۲۱ کلونو کم وي د ۲۰۲۱ کال داګست له ۱۴ وروسته درڅخه پاتې وي ممکن د متحده ایالاتو ته د کډوال په حیث د داخلیدو اجازه ولري. که چیري تاسې متحده ایالاتو ته د رسیدو پر مهال له ۱۸ کلونو کم عمر ولرئ، د ۲۰۲۱ کال اګست له ۱۴ څخه وروسته راغلي یاست او مور او پلار یا سرپرست مو له متحده ایالاتو څخه بهر وي، نو ستاسې مور، پلار یا سرپرست او هغه ناواده شوي وروڼه خوندي چي عمرونه یې له ۲۱ کلونو کم وي ستاسې د قضیې له مخې د کډوال په توګه هم متحده ایالاتو ته راتلای شي.

 

د غوښتنلیک لپاره تاسې باید په آنلان بڼه DS-4317 فورمه ډکه کړئ. د کورنۍ هغه غړي مو چي د دې وړتیا ولري چي بل دریم هیواد ته بیا میشت شي، کولای شي چي د بیا میشتیدونکي کډوال په توګه متحده ایالاتو ته راشي. د افغانستان څخه د وتلو لپاره د متحده ایالاتو د حکومت مرسته متحده ایالاتو ته داخلیدلو تضمین معنی نه لري. هر فرد متحده ایالاتو ته د داخلیدو او منل کیدلو د مخه باید امنیتی ارزونه بریالۍ کړي او قضیه یې باید ومنل شي. د دې فورمې ډکولو لپاره پاروليان باید لاندې اسناد ولري:

  • د کار کولو اجازې سند (EAD)
  • هغه پاروليان چي د DS-4317 بشپړوي او EAD ونه لري، نو باید د خپل USCIS شمیره یا د کډوالۍ ځانګړی شمیره (A-number) ولري او هم باید نور اسناد ولري لکه I-94 فورمه. د I-94 فورمې د موندلو لپاره په ګمرکونو او سرحدونو د خوندیتوب اداره (CBP) ویب سایټ کي د پارولیانو لپاره د I-94 فورمه درسره وګورئ.

پارولیان باید د خپلې ښځي/خاوند یا هغه اولادونو چي عمرونه یې له ۲۱ کم وي او د متحده ایالاتو څخه بهر دي په اړه یې لاندې اسناد ولري:

  • ستاسې د میرمن/خاوند د واده قانوني سند ( نکاح نامه)
  • له ۲۱ څخه د کمو عمر لرونکو اولادونو د زیږیدنې سند
  • د کور د هر غړي تذکره
  • که امکان یې وی نو د کور د هر غړي پاسپورت (د کورنۍ د هر غړي لپاره معتبره پاسپورت اړین دی)

په یاد ولرئ چی عموما یواځې یوه قانوني میرمن د کډوالۍ موخو لپاره د اعتبار وړ ګڼل کیږي او له ځانه سره یې راوستلای شئ. که چیری پالیګومي مو کړی وي یعنې بله ښځه مو دمخه درلوده نو د هغې لپاره طلاقنامه یا هم د مړینې سند باید وړاندی کړئ او هم به یې نکاحنامه د سند په ډول وړاندی کوئ. پالیګومي هغه مذهبي عمل یا تاریخي دود دی چي یو فرد کولای شي چي له مخې یې له یو څخه ډیرې میرمنې ولري. د افغانستان د قوانینو له مخې څو ودونه قانوني دي خو د امریکا په ټولو ایالتونو څو ودونه درلودل غیر قانوني دي. د متحده ایالاتو قانون څو ودونه درلودل نه پیژني. که چیری یو فرد متحده ایالاتو ته له راتلو د مخه له یو څخه زیات ودونه ولري او یا هم متحده ایالاتو ته د راتلو وروسته له یو څخه ډیر ودونه ولري نو کیدای شي چي دا عمل یې د کډوالۍ د غوښتنلیک د رد کیدو سبب شي.

 

مهم ټکي: د کورنۍ سره مو د پیوستون یا بیا یوځای کیدو پروسه ممکن پیچلی وي او کیدای شي چي تاسې څخه د کورنۍ غړیتوب ثابتولو لپاره ځینې اسناد هم وغوښتل شي. د همدې لپاره غوره ګڼل کیږي چي تاسې یې په اړه د قانوني خدماتو چمتو کوونکي سره مشوره وکړئ ترڅو ستاسې د کورنۍ د راوستلو قضیه وڅیړي او هم د اجراءاتو پر مهال درته مشوره درکړي.

 

مهم ټکي: تاسې باید د خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره افغانستان ته سفر ونه کړئ. د متحده ایالاتو حکومت د کورنۍ د غړو راوستلو په موخه په افغانستان کي ستاسې شتون شرط نه ګڼي. که چیری تاسې افغانستان ته د کورنۍ غړي د راوستلو لپاره ولاړ شئ نو د متحده ایالاتو حکومت به ستاسې د تګ په خاطر پروسه ګړندۍ نه کړي.

 

د کورنیو د پیوستون یا بیا یوځای کیدو او د کډوالۍ نورو حالتونو په اړه د معلوماتو لپاره زموږ د سیټل این د مرستې مرکز لاندې لینکونو ته ورشئ:

 

د متحده ایالاتو اتباع او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

قانوني دایمي اوسیدونکي او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

د ځانګړی مهاجرت ویزو (SIV) پروګرام له لارې قانوني دایمي هستوګنه او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

کډوال (Refugees) او پناه غوښتونکي (Asylees) او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل